کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): افغانستان د مرکزي اسيا د ١٥ کلنو فوټبال سياليو کې څلورم مقام خپل کړى دى.
دغه سيالۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شپږو لوبډلو په ګډون پرون پاى ته ورسېدې.
په دې سياليو کې افغانستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغېزستان او د تاجکستان ١٥ کلنو لوبـډلو برخه اخيستې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې پرون افغانستان خپله وروستۍ لوبه له کوربه هېواد ازبکستان سره ترسره کړه چې مساوي پاى ته ورسېده او هېڅ يوې لوبډلې ګول ونه شو وهلى.
سرچينې زياته کړې چې تر دې مخکې افغانستان دوه لوبې ګـټلې او دوه لوبې بايللې وې او دغه راز يې په دې سياليو کې څلورم مقام خپل کړ.
ايران لومړى، ازبکستان دويم او تاجکستان درېيم مقام خپل کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن