ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پیل شوې

بغلان کې د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
31 Jul 2018 - 16:23
بغلان کې د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
31 Jul 2018 - 16:23

پلخمري- خوست ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): د بغلان ولايت د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پيل شوې او د خوست ولايت د عامه کتابتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي د زمري په نهمه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د پلخمري اوسېدونکو یو تفریحي پارک ته اړتیا لرله چې نن يې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د هغه په وينا، دغه پارک پر نهه ميليونه افغانۍ جوړېږي چې اووه ميليونه يې د ولسمشر له خوا د تشويقي پيسو په نوم ورکول کېږي.

ده وويل چې د قهوه خانې پارک د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې پر اووه هکتاره ځمکه په اساسي ډول جوړ شي.

دغه راز په دې غونډه کې د پلخمري ښاروال انجنیر نظام الدین حمیدې وويل چې د پارک ډېره برخه به پر نشه يي توکو له روږدو کسانو ډکه وه چې له امله يې پارک هم ويجاړ شوى و.

د نوموړي په وينا، دغه ځل دغه پارک ته احاطوي دېوال هم جوړېږي چې د خلکو لپاره به يو ښه تفريح ځاى وي.

د پلخمري اوسېدونکي خان اغا پژواک ته وویل: ((پلخمري د قهوه خانې پارک جوړېدو کار د ستایلو دی، دغه ځای د روږدو کسانو په خونه بدل شوی وو او د شپې له خوا به په دغه ځای کې غلاوې هم کېدې.))

ده وويل چې د منظم پارک په جوړېدو به ځوانانو ته تفریح ځای پیدا شي او له بل پلوه به د دغه ځای امنیت هم خوندي شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د خوست د عامه کتابتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست د عامه کتابتون لپاره دغه نوې جوړه شوې ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت د خوست ښار لوېديځ لور ته د حلقوي سړک په غاړه د خوست د ملي موزيم ودانۍ تر څنګ جوړه شوې ده.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته وويل، هيله من دی چې د دغه کتابتون په جوړېدو سره په خوست کې د مطالعې فرهنګ نور هم پياوړی شي.

هغه له ځوانانو په ځانګړي ډول د پوهنتون محصلينو او د ښوونځيو له زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په ځان کې د کتاب لوستلو فرهنګ نور هم پياوړی کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.