ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو نوماند په اړه شکایت نه ثبتوي

د بغلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو نوماند په اړه شکایت نه ثبتوي

author avatar
31 Jul 2018 - 16:41
د بغلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو نوماند په اړه شکایت نه ثبتوي
author avatar
31 Jul 2018 - 16:41

کابل (پژواک، ٩ زمری ٩٧): درې کسان، د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند دلاور ایماق د وسله والو په ملاتړ او د لسو کسانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي او غواړي په دې اړه خپل شکایت ثبت کړي؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې شکایت نه ثبتوي.

ایماق او قوماندان جبار چي درې کسان یې په وژنه تورنوي یادې ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، دغه اقدام د ایماق پر ضد دسیسه ده تر څو ولسي جرګې ته لار پيدا نه کړي.

دغه کمېسیون وايي، د ټاکنیزو شکایاتو د ثبت موده (د چنګاښ له ۷ مې تر ۹ مې) تر پای ته رسېدو وروسته دوی شکایت نه ثبتوي.

د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ دوه نارینه او یوه مرمن د خپل شکایت د ثبتولو لپاره له بغلان څخه کابل ته راغلي دي. دوی د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غواړي چې ایماق د ولسي جرګې له نوماندانو لرې کړي.

دغو درېیو کسانو په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته د خپلوانو یو یو انځور لېږداوه او ادعا یې کوله چې قوماندان جبار د هغو درېیو کسانو چې دوی يې انځورونه لېږدول په ګډون د جلګې ولسوالۍ لس اوسېدونکي وژلي او ایماق له قوماندان جبار څخه ملاتړ کوي.

یوه لاریون کوونکي حاجي حبیب وویل، د هغو اوو کسانو خپلوان چې ایماق وژلي و، د بېوزلۍ له امله کابل ته رانه غلل، خو دوی غواړي د هماغو خلکو پر استازيتوب هم شکایت ثبت کړي.

د هغه په خبره، دغه درې کسان د وژل شوو کسانو د دوستانو په استازيتوب کابل ته راغلي او د بغلان په دولتي ادارو کې د دوی شکایت ته رسېدنه نه ده شوې.

حاجي حبیب ادعا لري چې دوه زامن یې چې یو یې عبدالرحیم نومېده او د جلګې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون امر هم و، قوماندان جبار چې په دلاور ایماق پورې تړلی او محافظ یې هم دی، وژلي دي.

نوموړي وویل، ایماق د قوماندان جبار ملاتړ کوي او د هغو کسانو شکایت ته چې د قوماندان جبار له خوا په سیمه ییزو ادارو کې پاملرنه نه کېږي؛ ځکه ایماق ډېر نفوس لري.

یوې مېرمنې چې د زوی (اسلام الدین) انځور يې لېږدولو وویل: ((موږ له ډېر لرې ځایه راغلي یو تر څو غږ مو واورېدل شي، په بغلان کې مو چا غږ نه دی اورېدلی، په ډېره بېوزلۍ مې اسلام الدین لوی کړی و؛ خو جبار ووژلو.))

دوی د هغه کسانو قضیو ته د رسېدو غوښتنه کوي چې د دوی په خبره د جبار له خوا وژل شوي دي.

دغو درېیو کسانو غوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ته یې شکایت وسپاري؛ خو کمېسیون یې له منلو ډډه کوي او وايي، د شکایتونو د ثبت نېټه پای ته رسېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.