ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې او ټاکنو لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې دوسیې لري

د ولسي جرګې او ټاکنو لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې دوسیې لري

author avatar
31 Jul 2018 - 19:35
د ولسي جرګې او ټاکنو لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې دوسیې لري
author avatar
31 Jul 2018 - 19:35

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۷):  پژواک ته په لاس ورغلي اسناد په ډاګه کوي چې حکومت او څارنوالۍ د ولسي جرګې په ځانګړې توګه د روان کال ټاکنو لپاره نوماندانو په اړه د جرمي اسنادو په راغونډولو بوخت دي او تر اوسه د ۶۱کسانو د دوسیو مشخصات روښانه شوي دي.

د ولسي جرګې د یادو غړو شمېر۶۱ کسانو ته رسېږي او د روان کال تلې میاشتې ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان هم په کې شامل دي، اسناد ښيي چې د ولسي جرګې شپاړسمې دورې ( له ۱۳۹۰ – ۱۳۹۶ کلونو) پورې د بېلابېلو موضوع ګانو په تړاو،له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستلو، دځمکوغصب،دخلکوګواښلواو وېرولو،اختطاف، اختلاس او اداري فساد باندې تورن دي.

د یادو اسنادو له مخې، دا کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو چې په تفصیلي ډول لاندې بیان شوي، لږ ترلږه یو ځل او په اعظمي ډول ۲۸ ځله په رسمي ډول څارنوالۍ ته احضارشوي دي:

۱- د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د ۲۴۰ جریبو ځمکې په غصب چې د کابل بني حصارسیمه کې د میرویس ښارګوټی پرې جوړ شوى دى او د ځمکې د ملکيت  پرسر لانجه کې د درې کسانو پر وژنه تورن دی.

۲-  د کابل د خلکو استازی سیدحسین انوري، د کرنې وزیر په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال پر اداري فساد او له واک څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی( مړ شوی دی)

۳-  د سرپل د خلکو استازی محمدحسین فهیمي، د کابل – مزار پر لویه لار يې د پولیسو منسوبین وهلي ټکولي او د تلاشي پرمهال د دولتي کلاشینکوف پر ورکولو تورن دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.