ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د کمري سيمې یو شمېر اوسېدونکو د بګرامیو سړک بند کړی

د کابل د کمري سيمې یو شمېر اوسېدونکو د بګرامیو سړک بند کړی

author avatar
31 Jul 2018 - 18:55
د کابل د کمري سيمې یو شمېر اوسېدونکو د بګرامیو سړک بند کړی
author avatar
31 Jul 2018 - 18:55

کابل(پژواک،۹زمری۹۷): د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د کمري سيمې یوشمېر اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو له لوري د دغې سیمې د دوو اوسېدونکو د نیول کېدو او د استوګنې د څو کورونو د تخریب له امله د بګرامیو سړک د ترافیکو پر مخ تړلی دی.

خو د بګرامي ولسوالۍ د امنیې قوماندان وايي، څو کورونه چې تخریب شوي په دولتي ځمکو کې جوړ شوي و او نن په دغه سیمه کې د ۱۸۰۰ جريبه ځمکې د غصب کېدو مخه ونیول شوه.

لاریون کوونکي چې شمېر یې تر سلو زیات دى، پر بګرامي پله د خېمې درېدو په وسيله سړک د سهار له لسو بجو راهیسې تر اوسه(د ماسپښین څلور بجې) د ترافیکو پر مخ تړلی او مرګ د بګرامیو په امنیه قوماندان شعارونه ورکوي.

یو تن لاریون کوونکي حاجي ضمیر ادعا کوي چې پولیس د محکمې له حکم پرته نن په بګرامیو کې لسګونه د استوګنې کورونه وران کړل او دوه کسان یې د دولتي ځمکې د غصب په تور ونیول.

نوموړي زیاته کړه، تر هغو چې پولیس نیول شوي کسان او د تخریب شوو کورونو تاوان ورنه کړي لاریون ته به دوام ورکوي او سړک به همداسې بند وساتي.

د لاریون بل ګډونوال نصیر احمد وویل: (( امنیتي ځواکونو زموږ په خصوصي حریم برید کړی، زموږ ښځې او ماشومان په کور کې و چې د کور دېوالونه مو يې په بلدوزر ونړول.))

نوموړي له جزيیاتو پرته وویل: (( د بګرامیو امنیه قوماندان هغه چاته چې پیسې ورکړي د کور جوړولو اجازه ورکوي؛ خو که پیسې ورنه کړي ان په هغه ځمکو کې چې شرعي قباله ولري د کور جوړولو اجازه نه ورکوي. امنیه قوماندان چور پیل کړی او له هر هغه چا څخه پیسې اخلي چې په یاد کلي کې کور جوړوي.))

خو د بګرامي ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال عبدالقادر ولي زاده د رشوت اخیستو د ادعاوو د رد تر څنګ وویل: ((په دغه سيمه کې سلګونه جرېبه ځمکې غصب شوې دي، اوس چې امنیتي ځواکونه د غصب مخه نیسي پر دوی تور لګوي.))

هغه زیاته کړه: ((دوی(لاریون کوونکي) غاصبین دي، د ملي دفاع وزارت د ۸۸۸ قطعې ځمکې یې چې د کمري سيمې په لمن کې پرتې دي غصب کړې دي او ځينو یې په دغې ځمکه کورونه اباد کړي و چې د ولسمشر په حکم نن ګډ عملیات ترسره شول او په دغه سیمه کې څو کورونه ونړول شول.))

د هغه په خبره، نن امنیتي ځواکونه بریالي شول چې د ۱۸۰۰ جريبه ځمکې د غصب مخه ونیسي.

هغه وویل، د غاصبینو له ډلې یې یوازې یو تن چې تېر کال یې په کمري سيمې کې څلور کسان وژلي و نن د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی چې په دغه سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو د علماتو مخه نیوله.

د نوموړي په خبره، د کمري سيمه د پاکستان په کوټې شورا بدله شوې او په دغه سيمه کې هېڅوک ځان امن نه احساسوي؛ ځکه دلته ناقانونه وسله وال موجود دي او دولتي ځمکې یې غصب کړې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.