ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې به تر راتلونکي یوکاله په پرمختللي ډول د سرطان ناروغۍ درملنه وشي

کابل کې به تر راتلونکي یوکاله په پرمختللي ډول د سرطان ناروغۍ درملنه وشي

author avatar
31 Jul 2018 - 19:41
کابل کې به تر راتلونکي یوکاله په پرمختللي ډول د سرطان ناروغۍ درملنه وشي
author avatar
31 Jul 2018 - 19:41

کابل (پژواک، ٩ زمری ۹۷): د عامې روغتیا وزارت د سرطاني ناروغیو د درملنې په موخه له یوه امریکايي روغتیايي ارګان سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې هر کال درې زره کسان د هېواد په داخل کې تر درملنې لاندې نیول کېږي.

د دغه هوکړه لیک له مخې، د ۲۵ ميلیونه امریکايي ډالرو په لګښت به په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تحقیق او درملنې یو تشخیصي مرکز تر راتلونکي یوه کاله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین نن په کابل کې د  نړیوالو طبي شرکتونو (Global Medical Partners) د امریکا د روغتیایي موسسې له رییس سکات بروم (J.Scott.Broome) سره د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې هرکال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کسان په سرطاني ناروغیو اخته کېږي او له دې ډلې ۱۵ زره کسان د روغتیایي مرکزونو د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه په خبره، په سرطاني ناروغیو د اخته ۲۰ زره ناروغانو له ډلې شاوخوا ۱۰۵۰۰ ناروغان مېرمنې او نږدې ۹۵۰۰ کسان یې نارینه دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه هوکړه لیک له مخې به په جوړېدونکي روغتیايي مرکز کې ۶۰ سلنه سرطاني ناروغان د وړانګې(شعاع) په وسیله تر درملنې لاندې نیول کېږي او ۴۰ سلنه نور به په جراحي، کېمیاوي او بیولوژیکي لارو تداوي شي.

هغه روښانه کړه چې دغه روغتیايي مرکز به د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص په پرمختللو ماشینونو سمبال شي چې دوه کاله پخوا نړیوال طبي نظام ته داخل شوي او په پرمختللو هېوادونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

فېروز زیاتوي، وروسته پاتې هېوادونه تر اوسه دا ډول ماشینونو ته پوره لاس رسى نه لري او دا لومړى ځل دي چې په افغانسان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې دا ډول روغتیايي مرکز جوړېږي.

هغه وویل: ((د عامې روغتیا وزارت هیله لري چې دا مرکز به وکولی شي هر کال بهرنیو هېوادونو ته د درې زره سرطاني ناروغانو د تلو مخه ونیسي.))

د نړیوالو طبي شرکتونو د امریکايي موسسې رییس سکات بروم (J.Scott . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.