کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار له ننګرهار ولايت څخه د ولسي جرګې د کانديد حاجي حيات پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي یې دي چې امنيتي ځواکونه به يې غچ واخلي.
حاجي حيات خان چې په ننګرهار ولايت کې د پاڅونوالو مشر هم و، پرون تورخم ته پر لاره په يوه ځانمرګي بريد کې له څلورو کسانو سره ووژل شو.
له امنيت شورا څخه د زمري په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار د حاجي حيات پر وژل کېدو سخت خواشينى شوى او وژنه یې پر کلکه غندي.
سرچينې زياته کړې چې حيات خان د هېواد اصيل بچی او رښتینی افغان و چې په ډېره مېړانه او شهامت يې په ننګرهار ولايت کې د ترهګرو پر وړاندې خپله ولسي مبارزه پيل کړې وه.
هغه ويلي، د هېواد دښمنان او ترهګر د داسې مخورو مشرانو د حق ويلو تاب او زغم نه لري، بلکې په ډېر وحشت غواړي د خپلو ترهګريزو اعمالو په خلاف دا ډول ولسي غږونه چوپ کړي.
اتمر وايي، ولس به د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ وي، څو له خپل سپېڅلي دين، پاکې خاورې او ناموس څخه په ننګه او سرښندنه دفاع وکړي.
ده زياته کړه: ((ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې زموږ وياړلي امنيتي ځواکونه به د حاجي حيات خان او د ده د ملګرو د پاکو وينو غچ له وحشي ترهګرو واخلي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن