د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پیل شوې

بغلان کې د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پیل شوې

Jul 31, 2018 - 16:23

پلخمري- خوست ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): د بغلان ولايت د قهوه خانې پارک جوړېدو چارې پيل شوې او د خوست ولايت د عامه کتابتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي د زمري په نهمه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د پلخمري اوسېدونکو یو تفریحي پارک ته اړتیا لرله چې نن يې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د هغه په وينا، دغه پارک پر نهه ميليونه افغانۍ جوړېږي چې اووه ميليونه يې د ولسمشر له خوا د تشويقي پيسو په نوم ورکول کېږي.

ده وويل چې د قهوه خانې پارک د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې پر اووه هکتاره ځمکه په اساسي ډول جوړ شي.

دغه راز په دې غونډه کې د پلخمري ښاروال انجنیر نظام الدین حمیدې وويل چې د پارک ډېره برخه به پر نشه يي توکو له روږدو کسانو ډکه وه چې له امله يې پارک هم ويجاړ شوى و.

د نوموړي په وينا، دغه ځل دغه پارک ته احاطوي دېوال هم جوړېږي چې د خلکو لپاره به يو ښه تفريح ځاى وي.

د پلخمري اوسېدونکي خان اغا پژواک ته وویل: ((پلخمري د قهوه خانې پارک جوړېدو کار د ستایلو دی، دغه ځای د روږدو کسانو په خونه بدل شوی وو او د شپې له خوا به په دغه ځای کې غلاوې هم کېدې.))

ده وويل چې د منظم پارک په جوړېدو به ځوانانو ته تفریح ځای پیدا شي او له بل پلوه به د دغه ځای امنیت هم خوندي شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د خوست د عامه کتابتون لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست د عامه کتابتون لپاره دغه نوې جوړه شوې ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي لګښت د خوست ښار لوېديځ لور ته د حلقوي سړک په غاړه د خوست د ملي موزيم ودانۍ تر څنګ جوړه شوې ده.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته وويل، هيله من دی چې د دغه کتابتون په جوړېدو سره په خوست کې د مطالعې فرهنګ نور هم پياوړی شي.

هغه له ځوانانو په ځانګړي ډول د پوهنتون محصلينو او د ښوونځيو له زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په ځان کې د کتاب لوستلو فرهنګ نور هم پياوړی کړي.

هغه زياتوي: ((يواځې دا کتابتون بسنه نه کوي، زموږ هڅه دا ده چې د ښار په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول په پوهنتونونو او ښوونځيو کې نور کتابتونونه هم جوړ کړو. له کتاب او مطالعې سره مينه يوه اړتيا ده او زموږ ځوانان بايد مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي.))

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو مدير انور زاهد وويل چې په ياده ودانۍ کې د يو عصري او مجهز کتابتون ټول اړين ملحقات په پام کې نيول شوي.

نوموړي وويل، چې پردې ودانۍ باندې ۹،۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې چارې يې په تېرو دوو کلونو کې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ د عامه کتابتون زرګونه ټوکه کتابونه يواځې په يوه خونه کې ځای پر ځای کړي دي، اوس دا ستونزه حل او ټول کتابونه به نوي کتابتون ته انتقال کړو او همدا ډول د مطالعې مينه وال هم کولی شي چې دلته په ازاده فضا کې خپله مطالعه وکړي.))

د معلوماتو له مخې، دا مهال د خوست په عامه کتابتون کې شاوخوا ۱۱زره ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي.

د خوست د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د کتابتون په غني کېدو کې به پوره هڅې وکړي او په ورته وخت کې د خوست له سوداګرو او پانګه والو هم غواړي چې کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement