د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو نوماند په اړه شکایت نه ثبتوي

د بغلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو نوماند په اړه شکایت نه ثبتوي

Jul 31, 2018 - 16:41

کابل (پژواک، ٩ زمری ٩٧): درې کسان، د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند دلاور ایماق د وسله والو په ملاتړ او د لسو کسانو په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي او غواړي په دې اړه خپل شکایت ثبت کړي؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې شکایت نه ثبتوي.

ایماق او قوماندان جبار چي درې کسان یې په وژنه تورنوي یادې ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، دغه اقدام د ایماق پر ضد دسیسه ده تر څو ولسي جرګې ته لار پيدا نه کړي.

دغه کمېسیون وايي، د ټاکنیزو شکایاتو د ثبت موده (د چنګاښ له ۷ مې تر ۹ مې) تر پای ته رسېدو وروسته دوی شکایت نه ثبتوي.

د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ دوه نارینه او یوه مرمن د خپل شکایت د ثبتولو لپاره له بغلان څخه کابل ته راغلي دي. دوی د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون غواړي چې ایماق د ولسي جرګې له نوماندانو لرې کړي.

دغو درېیو کسانو په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخې ته د خپلوانو یو یو انځور لېږداوه او ادعا یې کوله چې قوماندان جبار د هغو درېیو کسانو چې دوی يې انځورونه لېږدول په ګډون د جلګې ولسوالۍ لس اوسېدونکي وژلي او ایماق له قوماندان جبار څخه ملاتړ کوي.

یوه لاریون کوونکي حاجي حبیب وویل، د هغو اوو کسانو خپلوان چې ایماق وژلي و، د بېوزلۍ له امله کابل ته رانه غلل، خو دوی غواړي د هماغو خلکو پر استازيتوب هم شکایت ثبت کړي.

د هغه په خبره، دغه درې کسان د وژل شوو کسانو د دوستانو په استازيتوب کابل ته راغلي او د بغلان په دولتي ادارو کې د دوی شکایت ته رسېدنه نه ده شوې.

حاجي حبیب ادعا لري چې دوه زامن یې چې یو یې عبدالرحیم نومېده او د جلګې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اوپراسیون امر هم و، قوماندان جبار چې په دلاور ایماق پورې تړلی او محافظ یې هم دی، وژلي دي.

نوموړي وویل، ایماق د قوماندان جبار ملاتړ کوي او د هغو کسانو شکایت ته چې د قوماندان جبار له خوا په سیمه ییزو ادارو کې پاملرنه نه کېږي؛ ځکه ایماق ډېر نفوس لري.

یوې مېرمنې چې د زوی (اسلام الدین) انځور يې لېږدولو وویل: ((موږ له ډېر لرې ځایه راغلي یو تر څو غږ مو واورېدل شي، په بغلان کې مو چا غږ نه دی اورېدلی، په ډېره بېوزلۍ مې اسلام الدین لوی کړی و؛ خو جبار ووژلو.))

دوی د هغه کسانو قضیو ته د رسېدو غوښتنه کوي چې د دوی په خبره د جبار له خوا وژل شوي دي.

دغو درېیو کسانو غوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ته یې شکایت وسپاري؛ خو کمېسیون یې له منلو ډډه کوي او وايي، د شکایتونو د ثبت نېټه پای ته رسېدلې ده.

خو دلاور ایماق وویل: (( زه د خوراک ډوډۍ نه لرم، وسله وال کسان به څه ډول ولرم.))

نوموړي له جزيیاتو پرته ادعا وکړه چې یاد درې کسان د ولسي جرګې د یو نوماند له لوري د ده پر ضد لمسول شوي تر څو ولسي جرګې ته لاره پیدا نه کړي.

دغه راز قوماندان جبار د دغو درېیو کسانو د ادعاوو د رد تر څنګ زیاته کړه: (( ما تر اوسه  چرګ هم نه دی وژلی.))

نوموړي هم وویل، یاد درې کسان غواړي د ایماق پر ضد دسیسه جوړه کړي تر څو ولسي جرګې ته لار پیدا نه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement