د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند کروندګر: طبیعي افتونو د خټکیو او هندواڼو حاصلات را زیانمن کړي

د هلمند کروندګر: طبیعي افتونو د خټکیو او هندواڼو حاصلات را زیانمن کړي

Jul 31, 2018 - 15:01

لښکرګاه (پژواک، ٩ زمرى ۹۷): د هلمند ځیني کروندګر وايي چې د طبيعي افتونو له امله يې د خټکيو او هندواڼو حاصلات خراب شوي او پرې کړى لګښت يې هم نه پوره کوي.

د لښکرګاه ښار اړوند د کارېز سيمې يوه کروندګر اغا ولي د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې لسګونه جريبه د خټکيو او هندواڼو پالېزونه د طبيعي ناروغيو له امله خراب شوي دي.

هغه وايي: ((د کرنې رياست موږ ته ويلي وو چې خټکې او هندواڼې وکرئ، موږ درته د طبيعي افتونو ضد درمل درکوو او هم د ښه حاصل په برخه کې مشورې درکوو، خو دا يو کار يې هم ونه کړ.))

اغا ولي وايي چې سږ کال د خټکيو او هندواڼو بازار هم ښه نه دى نو ځکه دوى په چټکۍ سره په کمه بيه خپل حاصلات پلوري.

دغه راز د ثناءلله په نوم يو بل کروندګر پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري دوى ته ويل شوي وو که په خپلو ځمکو کې کوکنار ونه کري، نو هر راز مرستې به ورسره وشي.

هغه زیاته کړه: ((ما نهه جریبه د خټکیو پالېز کرلی دی، لګښتونه مې پرې کړي او نن مې ۳۰۰ دانې خټکي مارکېټ ته ورسول، تر بل هر وخت مې له دې امله  ارزانه ورکړل چې له  یوې خوا خراب وو،  له  بلې خوا مارکېټ کې د ساتنې امکانات نه وو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه درې سوه خټکي يې په ١٥زره افغانۍ ورکړي چې پرې کړى لګښت  يې هم نه کړ پوره.

همدارنګه يوه بل کروندګر سيد ګل پژواک ته وويل: ((سږ کال وچکالي وه، د خټکيو او هندواڼو پالېزونه سم ونه رسېدل، مرضونو و وهل، ډېرى يې وچ شول.))

هغه د کرنې ریاست له مسوولینو غوښتنه وکړه، که چېرې مالي مرسته ورسره نه کوي، نو د مشورو لپاره خو دې مسلکي کسان ورته وګوماري.

د دغه ولايت يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس احمد شاه خيري پژواک ته وويل چې د امکاناتو نه درلودو له امله يې ونه شول کولاى چې له کروندګرو سره مرستې وکړي.

ده وويل: ((د خټکيو پالېزونو تر ډېره مرض کړى، خو د هندواڼو بيا ښه دي او د دې مشکل د حل لپاره مو د راتلونکي کال لپاره له مرکز څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولايت کې ٤٠زره هکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوې چې هر هکتار يې ٢٥ ټنه حاصلات ورکوي او په څلور زره هکټاره ځمکه باندې خټکي کرل شوي چې هر هکټار يې بيا ٢٠ ټنه حاصلات ورکوي.

خيري وويل چې د کروندګرو د حاصلاتو ساتنې په موخه يې له مرکز څخه غوښتنه کړې چې په دغه ولايت کې سړې خونې جوړې کړي.

د هغه په خبره، د کوکنارو د بديل په موخه د کرنې رياست له لوري په ډېرو سيمو کې د انارو، پستو او انګورو باغونه جوړ شوي دي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې د هندواڼو حاصلات يې کابل او نورو ولايتونو ته صادرېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement