د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې او ټاکنو لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې دوسیې لري

د ولسي جرګې او ټاکنو لسګونه نوماندان څارنوالۍ کې دوسیې لري

Jul 31, 2018 - 19:35

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۷):  پژواک ته په لاس ورغلي اسناد په ډاګه کوي چې حکومت او څارنوالۍ د ولسي جرګې په ځانګړې توګه د روان کال ټاکنو لپاره نوماندانو په اړه د جرمي اسنادو په راغونډولو بوخت دي او تر اوسه د ۶۱کسانو د دوسیو مشخصات روښانه شوي دي.

د ولسي جرګې د یادو غړو شمېر۶۱ کسانو ته رسېږي او د روان کال تلې میاشتې ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان هم په کې شامل دي، اسناد ښيي چې د ولسي جرګې شپاړسمې دورې ( له ۱۳۹۰ – ۱۳۹۶ کلونو) پورې د بېلابېلو موضوع ګانو په تړاو،له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستلو، دځمکوغصب،دخلکوګواښلواو وېرولو،اختطاف، اختلاس او اداري فساد باندې تورن دي.

د یادو اسنادو له مخې، دا کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو چې په تفصیلي ډول لاندې بیان شوي، لږ ترلږه یو ځل او په اعظمي ډول ۲۸ ځله په رسمي ډول څارنوالۍ ته احضارشوي دي:

۱- د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د ۲۴۰ جریبو ځمکې په غصب چې د کابل بني حصارسیمه کې د میرویس ښارګوټی پرې جوړ شوى دى او د ځمکې د ملکيت  پرسر لانجه کې د درې کسانو پر وژنه تورن دی.

۲-  د کابل د خلکو استازی سیدحسین انوري، د کرنې وزیر په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال پر اداري فساد او له واک څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی( مړ شوی دی)

۳-  د سرپل د خلکو استازی محمدحسین فهیمي، د کابل – مزار پر لویه لار يې د پولیسو منسوبین وهلي ټکولي او د تلاشي پرمهال د دولتي کلاشینکوف پر ورکولو تورن دی.

 ۴- د کابل د خلکو استازې، فاطمې نظري د درېیمې حوزې پولیسو پر وهلو ټکولوتورنه ده.

۵-  د بغلان د خلکو استازی محمدعظیم محسني، د کورني او بهرني امنیت جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ مشر په توګه د ډګرجنرال بست ته د ملي دفاع وزارت د یو افسرګومارنه کې له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستلو تورن دی.

۶-  د کابل د خلکو استازې نظیفه ذکي، د ولسي جرګې تالار کې د نظر اختلاف له امله پر یو بل وکیل  د ګوزارونو او اخ او ډب له امله تورنه ده.

۷-  د ننګرهار دخلکو استازی ظاهرقدیر: له واک څخه ناوړه ګټه اخیستل، د کندوز سرحدي لوا قوماندان په توګه د دندې پرمهال د نشه يي توکو قاچاق، د ناقانونه تړونونو لاسلیک کول، د تخار ولایت سرحدي ځمکو حاصلاتو راغونډولو او له کورڅخه یې د غیرقانوني سیم باکسونو په ترلاسه کولو تورن دی.

 ۸- د بلخ د خلکو استازی احمدشاه رمضان : د څارنې او څېړنې ریاست د یوه مسلکي غړي ګواښل، په وژنه د یو تورن کس خوشې کول او دوه میله دولتي کلاشینکوف ورکولو په قضیو کې تورن دی.

۹- د کندهار د خلکو استازی لالی حمیدزى: په ولسي جرګه کې د رییسانو کمېټې د غونډې پرمهال د نظراختلاف او کندهار ولایت کې د افسر په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال د څو میلو وسلو باقي دارۍ له امله د ولسي جرګې غړي فرهاد مجیدي پر وهلو ټکولواو د ساحل منصور شرکت رییس په اختطاف تورن دی.

۱۰-  د ننګرهار دخلکو استازې فرشته انوري د خپل خاوند په وژنه تورنه ده.

۱۱-  د فاریاب د خلکو استازې فوزیه رووفي، تورنه ده چې د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې پخوانی مشر یې چې د بډو اخیستلو په یوه موضوع کې په شپږومیاشتو تنفیذي بند او نغدي جریمه مجازات شوی وپه ضمانت خوشې کړى دى.

۱۲- د لوګر دخلکو استازی صاحب خان: د دولتي وسلو په ورکولو تورن دی.

۱۳-  د بلخ د خلکو استازی عباس ابراهیم زاده:  د بلخ ولایت داستېناف څارنوالۍ دعامه خدماتو ساتونکو پر وړاندې په فزیکي تجاوز تورن دی.

۱۴-  د بغلان د خلکو استازی عبیدالله رامین: په کرنې وزارت کې د دندې ترسره کولو پرمهال په مالي فساد تورن دی.

۱۵- فریبا احمدي کاکړ د کندهار د خلکو استازې: په کندهار ولایت کې د افغانستان – ایران ښوونځي د جوړولو په قرارداد کې تورنه ده چې ياد ښوونځى پوهنې وزارت ته سپارل شوى دى .

۱۶- د کابل د خلکواستازی ملاعزت عاطف:  د کابل پغمان ولسوالۍ په ده ارباب کې د سیمې یو اوسېدونکي د شکایت له مخې د ۲۰۰ جریبه موروثي ځمکې پرغصب تورن دی.

۱۷-  دپکتیا د خلکواستازی ګل پادشاه مجیدي: د تېراېستلو په قضیه کې د ښکېل یوتن په ضمانت خوشې کولو تورن دی.

۱۸-  د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخى: په ترافیکي پېښه کې د دوه کسانو په وژنه تورن دی.

۱۹-  د بلخ د خلکواستازی مولوي عبدالرحمان رحماني: د کابل ښاروالۍ د یوکارمند پر وهلو او ټکولو او دکور کرایې په نه ورکولو تورن دی.

۲۰-  د کوچیانو استازې پروین درانۍ: پاکستاني وګړو د افغانستان تذکروپرجوړولو تورنه ده.

۲۱-  دکوچيانو استازی ملاتره خېل: پر وژنې د یو تورن کس په ضمانت تورن دی، په دې وروستیو کې ټولنیزو شبکوکې یوه ويډیوخپره شوې ده او ویل کېږي چې د کوچیانو استازی ملاتره خېل چې په قتل د یو متهم کس په ضمانت تورن دی، د ټیلېفون له لارې له یو لوړپوړي حکومتي چارواکي سره خبرې کوي.

ملاتره خېل یاد حکومتي چارواکي ته وايي: (( قوم وايي چې کمېسیون یوه دسیسه جوړه کړې او ویلي یې دي چې ملاتره خېل نه پرېږدو چې ولسي جرګې ته لار ومومي، موږ دې د سیاسي توطیې ښکار نه کوي... د قوم اوعالمانو پرېکړه ده، غواړي چې لاربنده کړي او هېڅ دولتي مامورته اجازه ور نه کړي چې دندوته حاضرشي، خوما ورته وویل چې نظام او دولت مو خپل دی، خلک غواړي له نږدې تاسو سره خبرې وکړي او تاسې د ټاکنیزو شکایتونو رییس راوغواړئ او زما پر وړاندې چې هر راز اسناد لري د رسنیو په موجودیت کې دې وړاندې کړي.))

 حکومتي چارواکی د ملاتره خېل په ځواب کې وايي: (( تاسې کوم ثبوت لرئ چې له وروستي نوملړڅخه یې لرې کړي یاست، کله یې چې تاسې ته بلنه نه ده درکړې اوپه دې اړه یې تصمیم هم نه دی اعلان شوی، ولي ناحقه لانجه جوړوئ؟ تاسو ناسم معلومات ترلاسه کړي دي، د ټاکنیزوشکایتونو کمېسیون مشر غوښتل د قانون خلاف کار دی، زه څه کاره یم چې هغه راوغواړم، له وخت څخه وړاندې کړکیچ مه جوړوئ، که وضعیت ګډوډوئ هغه ستاسوکار دی، ولې د کمېسیون له پرېکړې وړاندې جنجال جوړوئ، د هرچا مقام څرګند دی، دا کارنه کېږي اوکه ډېراندېښمن یاست ورشئ له کمېسیون سره خبرې وکړئ.))

۲۲-  د خوست د خلکواستازی کمال ناصر اصولي: په خوست کې د دولتي ځمکو پر غصب تورن دی.

خو اصولي، د ټاکنیزوشکایتونو، د افغانستان د ځمکو ادارې او د خوست کرنې له ریاست څخه د اسنادو په وړاندې کولو، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړۍ د هغه په نوم هیڅ دوسیه لويې څارنوالۍ کې شتون نه لري.

د خوست د کرنې ریاست مکتوب کې چې پژواک هم ترلاسه کړی،راغلي  : ((د هغوکسانو په نوملړ کې چې د دې ولایت د ځمکو په غصب کې لاس لري، د کمال ناصر اصولي نوم  نشته.))

۲۳-  د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد: د یوتن په وهلو ټکولو، د دولتي ځمکو پرغصب او د کابل څرخې پله لویې لارې په اوږدوکې په خپلسري ډول د تېلوټانک جوړولو، د انتحار په قضیه کې د محکوم شوي غیرقانوني  خوشې کولو او له تاوتریخوالي ډک لاریون په ترڅ کې د ده سبز سیمه کې د اور په اچولو تورن دی.

۲۴- د کوچیانو استازی حیدرجان نعیم زوی: د جاېدادونو په غصب او د تورنوکسانوپه ضمانت تورن دی. نعیم زوی وایي چې یو تن پرې د ځمکې غصب ادعا کړې وه، خو وروسته له هغه چې ده اسناد لويې څارنوالۍ ته وړاندې کړل، یاد کس خپله ادعا بېرته واخیسته او هغه دا مهال په څارنوالۍ کې هېڅ دوسیه نه لري.

 ۲۵- د لغمان د خلکواستازی محمدحسین مموزی: د دولتي وسلو په ورکولو تورن دی.

۲۶-  شکریه عیسی خېل د بغلان د خلکو استازې: د یوې دولتي تومانچې په ورکولوتورنه ده.خو د بغلان خلکو استازې شکریې عیسی خېل پژواک خبري اژانس ته وویل : (( هو وسله مې ورکه شوه د بغلان د قند فابرېکې په ځانمرګي برید کې ټپي شوم او د وسلې په ګډون دستکول مې له ټولو شیانو سره ورک شو، خو ما د موضوع په اړه خپله اطلاع ورکړه، بیا د پېښې ځای ته لاړم موضوع مې له خلکوسره شریکه کړه او وسله مې پیدا شوه او بېرته مې شورا ته ورکړه، اوس ستونزه نشته او زما قضیه حل شوې ده.))

۲۸- د پروان د خلکواستازی میررحمان رحماني: نوموړی تورن دی چې پروان ولایت کې د خپلوساتونکو پرمټ يې خلک وهلي ټکولي دي.

۲۹- احمدبهزاد د هرات د خلکو استازی: د ترافیکو پولیس  یوسرتېري په وهلوټکولو تورن دی.

۳۰- د لوګر د خلکواستازې شکیلاهاشمي: د دوه کسانو پروهلوټکولو تورنه ده.

۳۱-  په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو پخوانی استازی او اوس د ملي امنیت شورا مرستیال سیدانورسادات: د یوځانګړي قوم په سپکاوي او یاد قوم ته د ځانمرګي لقب  په ورکولو تورن دی.

۳۲- د لوګر دخلکواستازې شکیباهاشمي: تورنه ده چې د وحېدې ادعا له مخې د کور په  تېښته او نامشروع اړیکو درلودو له امله یې  هارون او فریدون وهلي ټکولي دي.

 ۳۳-  دتخار دخلکواستازې: د یو ډاکټر په وهلوټکولو تورنه ده.

۳۴- د هرات خلکواستازی عبدالهادي جمشید: تورن دی چې د ده د ساتونکو او وسله والوطالبانوترمنځ نښته کې له طالبانو څخه ۲۲ میله کلاشینکوفونه، ۵ تومانچې، ۷ ټاکي واکي مخابرې، د کلاشینکوف ۲۰ صندوقه مهمات ترلاسه کړي اوکورکې یې ساتي.

۳۵-  دکوچیانو استازی حاجي شېرعلي: تورن دی چې داحمدالله ضمانت یې کړی دی ، احمدالله د خلکو په وهلو ټکولو او د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري.

۳۶- د میدان وردګو د خلکواستازې صدیقه مبارز: د دولتي تومانچې په ورکولو تورنه ده.

۳۷- د غزني د خلکواستازی محمدعارف رحماني: له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستلو تورن دی چې ( د شته ستونزو له امله تراوسه چا له غزني څخه ولسي جرګې ته ځان نه دی کاندیدکړی.)

۳۸- سمیع الله صمیم د فراه د خلکواستازی: تورن دی چې له دندې څخه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.

۳۹- د پکتیکا د خلکواستازی محمودخان سلیمان خېل:  د ولسي جرګې کمېسیون کې دننه په وهلواو ټکولو تورن دی.

۴۰- د کابل د خلکو استازی زمرک پادخوابي:  د ستاره شهر او ممتازمحل هوټلونو ځمکې د کرایې له اړخه پوروړی دی او د تیمورشاه اقبال کورحریم کې د تېلوټانک د جوړولو په قضیه کې تورن دی.

 ۴۱-  د بغلان د خلکواستازی دلاورایماق: د یو وژل شوي شخص د موټر په پلور تورن دی.

۴۲- د کابل د خلکو استازې کبرا مصطفوي: د ماشومانو لومړنۍ محکمې د رییس په سپکاوي تورنه ده.

۴۳-  د پکتیکا د خلکواستازی عبدالقدیرخروټى: تورن دی چې دولتي وسلې یې ورکې کړي دي.

۴۴- د بادغیس د خلکواستازی سیدمحمدموسی جناب: د دولتي تومانچې په ورکولو تورن دی.

۴۵-  د کابل دخلکواستازی انورخان اوریاخېل : تورن دی چې یومیل وسله یې بل کس ته ورکړې ده.

۴۶- د فاریاب د خلکواستازې اصفه شاداب: تورنه ده چې دولتي تومانچه یې ورکه کړې ده.

 ۴۷- د فاریاب د خلکواستازې رنګینه کارګر: دښوونځي د یوه زده کونکي په وهلواو ټکولو تورنه ده.

۴۸- د کوچیانواستازی یوسف صابر: تورن دی چې د عامه خدمتونو پر یو موظف یې تعرض کړی دی.

۴۹-  د بامیان د خلکواستازی فکوري بهشتي:  تورن دی چې د بامیان څارنوالۍ په چاروکې يې لاسوهنه کړې ده.

۵۰- د اورزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی: تورن دی چې د یوې کوژدنې د تښتولو په قضیه کې يې همکاري کړي او هغې ته یې لار هواره کړې چې له بل کس سره واده وکړي.

۵۱- د کابل د خلکواستازی شریف الله کامه وال: له زندان څخه په ضمانت د یوکس په خوشې کولو او په یوې جنایي قضیې کې  تورن دی.

۵۲-  د تخار د خلکو استازی سیداکرام الدین: د کاراوټولنیزو چارو وزارت کې د دندې ترسره کولو پرمهال د پنځو موټرو په پېر کې په اختلاس تورن دی.

۵۳- د کندوز د خلکواستازې شکریه پیکان احمدي:  تورنه ده چې دوه میله دولتي وسله  یې ورکه کړې ده .

۵۴-  د پکتیکا د خلکو استازې ناجیه بابکرخېل: د یو میل دولتي وسلې په ورکولو تورنه ده.

۵۵- دکابل د خلکو استازی عبدالقادرځاځی: په پخواني ښاروال (محمدیونس نواندېش) د ادعا له امله تورن دی. عبدالقادرځاځی چې نوم یې په دې نوملړکې شتون لري وویل: ((بلې  زما نوم هم په لېست کې ده ، ډېره راته په زړه پورې ده، څو کاله وړاندې څارنوالۍ ته ورغلم او د پخواني ښاروال محمدیونس نواندېش پر وړاندې مې دوسیه درج کړه، هغه باید بندي شوی واى، اوس زما نوم په نوملړ کې راغلی دی، خو نواندېش چې د تلې ۲۸مه د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنوته نوماند دی او لويې څارنوالۍ کې ۱۵ دوسیې لري تراوسه یې نوم په لېستونو کې نه دی راغلی، ولې؟))

نوموړی وایی چې غواړي په دې برخه کې له لوى څارنوال سره خبرې وکړي.

 ۵۶- د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست: تورن دی چې د دولت پر وړاندې یې د کابل د حبیبې لېسې زده کوونکي لاریون ته هڅولي دي.

۵۷- د پنجشیر د خلکو استازی ډاکټرظهیرسعادت: د ناقانونه وسلو په لېږد تورن دی.

۵۸- د بدخشان د خلکو استازی عبدالولي نیازی: تورن دی چې له دوه شاجورونو او ۱۳۵ مرمیوسره یې یومیل امریکايي تومانچه ورکه کړې ده.

۵۹- د بلخ د خلکواستازی فرهاد عظیمي: تورن دی چې نوموړي پسې درج درې میله وسله يې ورکه کړې ده .

۶۰-  د کاپیسا د خلکواستازی حاجي اغاجان : تورن دی چې د هغه یوه ساتونکي د وسلې او وسلې جواز په واسطه د نشه یی توکو قاچاق کړی دی.

 ۶۱- د خوست د خلکواستازی همایون همایون: د ملي شورا تلوېزیون ترکارلاندې ارشیف کې په لاسوهنه تورن دی.

د یادونې ده چې د حکومت یوې باورې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسي جرګې د دا ډول نوماندانو ۴۰۰ دوسیې چمتوشوې دي، دا سرچینه وايي چې نه پوهېږي حکومت د دغو دوسیو پروړاندې څه اقدام کوي، خو په دې اړه بحثونه روان دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې نوماندانو لومړني لېست کې ۲۴۴۹ کسان شامل دي.

 د ولسي جرګې ټاکنو ته دنوماندۍ شرایط او معیارونه او له دې حق څخه محرومیت

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په  ۳۹ماده کې ملي شورا ته  د نوماند اوصافو او شرایطو په اړه راغلي دي هغه کس کولی شي چې د ملي شورا غړیتوب ترلاسه کړي او وټاکل شي چې د محکمې له لوري د بشرضد جرمونو او جنایتونوپه ترسره کولو تورن نه وي او یا له مدني حقونو څخه په محرومیت محکوم نه وي.

همداراز د ټاکنو قانون د ۴۴ مادې په دویمه فقره کې راغلي دي، هغه کسان چې د ناقانونه وسله والو ډلو مشري پر غاړه لري او یا یې غړیتوب لري، نه شي کولی چې ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي د هغوکسانو په اړه چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو لپاره کاندید دي او پورته یاد شوي تورونه پرې پورې شوي دي له لېست څخه د هغوی د لرې کولو په اړه وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کولی شي په دې برخه کې شکایتونو ته لاسرسي وکړي.

نوموړي وویل: (( هغه موارد چې د قانون خلاف دي او که ثابت شي چې دا کسان په ورته جرمونوکې ښکېل دي او یا په یو ډول په کې شریک دي، د شکایتونوکمېسیون د قانون له مخې واک لري چې د ټاکنو کمېسیون ته مشوره ورکړي چې نومونه یې د نوماندانو له نوملړڅخه حذف شي او همداراز موږ د شکایتونو کمېسیون په مشوره کولی شو دا کار وکړو.))

هاشمي په دې اړه چې ایا حکومت کولی شي د مدعي العموم په توګه په دې برخه کې شکایت درج کړي او د دغو وکيلانو له بیا نوماندکېدو څخه مخنیوی وکړي؟ وویل: (( هو! قانون ممانعت نه لري، حکمي او غیرحکمي، رسمي اوغیررسمي کسان کولی شي د شکایتونو کمېسیون ته مراجعه وکړي څو شکایتونو ته یې رسېدنه وشي.))

د چارو پوهان څه وايي؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرايي مشر یوسف رشیدي، پژواک ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فیفا په ګډون پر ټاکنو دڅاربنسټونوته اجازه نه ده ورکړې څو د نوماندانو د اسنادو څېړنې پر بهیر څارنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دقانون له مخې کولی شي له ټاکنیزو منډو ترړو وړاندې ټاکنو ته د نوماندانو نومونه د قانوني دلایلو له مخې حذف کړي.

رشید په دې اړه چې د دغو کسانو پر وړاندې مطرح شوي تورونه چې ډېری یې د تلې ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان دي، کولی شي چې له نوملړڅخه د یادو کسانو د نومونو حذف لامل شي، وویل ، که اسناد ( څه ډول اسناد او یا تور؟)  د دولتي واکمنو مراجعو او یا خلکو له لوري د ټاکنیزو کمېسیونونو په واک کې ورکړل شي دا کمېسیونونه کولی شي چې د نوماندانو حذف په اړه پرېکړه وکړي.

خو د نوموړ ي په وینا، د هغو نوماندانو نومونه چې د ټاکنیزو سیالیو له نوملړ څخه حذف شي د شکایت حق لري  او باید د ټاکنو قانون له مخې د هغوی اعتراض ته رسېدنه وشي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یاد شوو تورنو کسانو او د هغو اسنادو په اړه چې د پژواک لاس ته ورغلي وویل  چې هغه په دې اړه کره معلومات نه لري.

نوموړي په دې اړه چې د ملي شورا په کوم شمېر غړي په لويې څارنوالۍ کې دوسیې لري،وویل چې دقانوني محدودیتونو له مخې نه شی کولی  دا ډول جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

خو د لويې څارنوالۍ یوه معتبره سرچینه وايي چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ځینو غړو د دوسیو خورا اوږد لېست په دې اداره کې ترتیب شوی او شتون لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement