ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر چاودنې ۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي

فراه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر چاودنې ۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي

author avatar
31 Jul 2018 - 10:17
فراه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر چاودنې ۸ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي
author avatar
31 Jul 2018 - 10:17

فراه (پژواک، ۹ زمری ۹۷): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سیمه کې پر یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنې اته کسان وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د فراه د والي ویاند نصر مهري د زمري په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار وخته څلور نیمې بجې د فراه رود ولسوالۍ د بالابلوک په شوزاب سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاد موټر له هرات ولایت څخه فراه ته پر لاره و چې پر خښ شوي ماین ور برابر شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې ۲۰ ټپیان چې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و، د درملنې لپاره د هرات حوزوي او نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او پاتې نور د فراه رود په کلینیک کې تر درملنې لاندې دي.

هغه د جزئیاتو له وړاندې کولو پرته وویل چې د دې پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وايي چې دوه ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي چې په دې پېښه کې ټپیان شوي، د هرات ملکي روغتون ته ور وړل شوي دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي چې ملکي وګړو په ځانګړې توګه ماشومانو ، علماوو او ښځو ته زيان رسول د افغانستان او د اسلامي نړۍ د علماوو له فتوا سره په تضاد کې قرار لري چې د مسلمانانو وژل او په افغانستان کې يې جاري جنګ ناروا بللى دى.     

سرچينې ليکلي دي:(( ولسمشر ددې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا غوښتنه کوي .))

د فراه د والي ویاند وايي چې دغه ماین د نظامي موټرو لپاره د وسله والو مخالفینو له لوري تازه ځای پر ځای شوی و.

خو د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.