مهترلام (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): په لغمان کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ فرعي روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
بلخوا د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ د نږدې پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د سوپر فسيج کانال د جوړېدو قرارداد هم لاسليک شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت د سرخکانو د کډوالو کمپ، د نوده مورې، بدیع الاباد، سلینګار، شامرام او د غازي اباد د فرعي روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړېدو چارې نن پيل شوې.
هغه زياته کړه چې د یادو فرعي کلینیکونو ودانۍ چې په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې ادارې (CWSA) په مالي لګښت جوړېږي، چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ځواک په وينا، هر کلینیک به څلور خونې، دوه تالارونه، تشنابونه، د احاطې دېوال، د څښاک د اوبو څاه او نور ټول ضروري ملحقات ولري.
د یادو سیمو لپاره د فرعي جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو د بنسټ ډبرو د اېښودو پر مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړېدل یوه ستره اړتیا په ګوته کړه او زیاته یې کړه، په دغه ځای کې به نه یواځې دا چې ډاکترانو ته د خدمت کولو په خاطر یو مناسب چاپېریال برابر شوي، بلکې د یادو سیمو په زرګونه اوسېدونکو ته به د ښو او رغنده روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې هم لازمه اسانتیا رامنځته شوې وي.
دغه راز د قرغيو ولسوالۍ کانال چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په مالي ملاتړ جوړېږي، یوولس سوه متره اوږدوالی لري چې چارې به یې د اوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ځواک په وينا، د یاد کانال په جوړېدو سره به په سیمه کې شاوخوا ۲۳۰ هکتاره شاړه ځمکه د اوبخور تر عصري سیستم لاندې راشي او تر څنګ به یې د یادې سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د مستقیمې ګټې رسېدنې سربېره په یاده شوې کاري موده کې ۴۳۰۰ بې روزګاره خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د دوه نيم کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې پر دې پروژې څه باندې دوه ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ولسي تړون پروګرام له خوا ورکول کېږي او چارې به یې په دوو مياشتو کې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن