کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۷) : په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د انټرنيټي معلوماتو زیربنا رامنځته شوې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د NIXA پروژې د جوړښت، کارکولو او د فعالیتونو د څرنګوالي څخه لیدنه وکړه چې دغه پروژه د پلان سره په بريالۍ توګه عملي شوې ده.
دیاد وزارت لخوا پژواک ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د NIXA پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له برياليو پروژو حسابېږي چې د انټرنيتي جوړښت د تنظیم، د کيفيت د لوړېدو، د نرخونو د ټيټېدلو او په عین حال کې د معلوماتو د لېږد د واحدې نکتې د رامنځته کولو په موخه رامنځته شوې ده چې په تکميل سره يې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي همکارانو له خوا عملا د روزنې، د مديريتي پاليسيو ارزونې او د انټرنيټي شرکتونو د خدماتو وړاندې کوونکو د جلب او یوځای کېدلو پروسه پیل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې،د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تمه لري چې ددغه پروژې څخه په پوره توګه د ګټې اخیستنې سره به په هېواد کې د انټرنيتي خدماتو نرخونه را کم شي، کيفيت او د معلوماتو د خونديتوب لپاره به زمينه برابره شي، تر څو وکولی شو د خپلو هېوادوالو لپاره خوندي فضا رامنځته کړو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن