ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې له سلګونه کروندګرو سره د مرستې کولو لړۍ پيل شوه

کونړ کې له سلګونه کروندګرو سره د مرستې کولو لړۍ پيل شوه

author avatar
31 Jul 2018 - 17:37
کونړ کې له سلګونه کروندګرو سره د مرستې کولو لړۍ پيل شوه
author avatar
31 Jul 2018 - 17:37

اسعد اباد (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): دکونړولایت سلګونو وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره د غنمو د مرستې کولو لړۍ پيل شوه.

دکونړ د کرنې او مالدارۍ ريیس انجنيرانعام الله ساپي د زمري په ٩مه، ددې مرستو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په کونړ کې ۶۳۰۰ هکتاره للمي ځمکه د وچکالۍ له امله متضرره شوې او ۹۲۰۳ تنه کروند ګر زیانمن شوي.

ساپي زیاته کړه، د مرکزي ادارې له خوا د کونړ له وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره د ۱۵۰۰  ټنه غنمو مرسته شوې چې هر کروندګر سره د سل کیلوګرامه غنمو مرسته کېږي.

نوموړي وويل، کروندګرو سره د غنمو دغه مرسته چې نن د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې پیل شوه ، د ولايت د مرکزپه ګډون به ټولو ولسوالیوکې له وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره وشي.

د کرنې او مالدارۍ ريیس زیاته کړه، سږکال په کونړ کې د وچکالۍ له امله د غنمو په حاصلاتوکې ۱۸۹۶۵  ټنه کموالی راغلی.

د هغه په وينا، له مرکزي ادارې څخه مرسته شوي دغه ۱۵۰۰ ټنه غنم د کونړ له دهقانانو سره چې وچکالۍ ځپلي بسنه نه کوي او د ولايت مقام په دې لټه کې دی چې ۲۶۰۰ ټنه نوروغنمو مرسته چې ژمنه يې شوې ډیر ژر کونړته را انتقال کړي.

د کونړوالي عبدالستارمیرزکوال کروندګروته د غنمو د مرستې د وېش پرمهال وویل، سږکال چې په هېواد کې وچکالي وه او له امله يې ډېر هېوادوال ځپل شوي،نو له همدې امله مرکزي اداره د کروندګو سره د غنمومرسته کړې  ده.

د هغه په وينا، په دې لړ کې د کونړ اړوند د ټولو ولسوالیو له ۹۲۰۳ کروندګرو سره د غنمو مرستې کولو لړۍ پېل شوه .

د سلیم خان  په نامه یوتن کروندګر پژواک ته وويل چې حکومت دې ورسره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي، ځکه چې وچکالۍ سخت ځپلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.