اسعد اباد (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): دکونړولایت سلګونو وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره د غنمو د مرستې کولو لړۍ پيل شوه.
دکونړ د کرنې او مالدارۍ ريیس انجنيرانعام الله ساپي د زمري په ٩مه، ددې مرستو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په کونړ کې ۶۳۰۰ هکتاره للمي ځمکه د وچکالۍ له امله متضرره شوې او ۹۲۰۳ تنه کروند ګر زیانمن شوي.
ساپي زیاته کړه، د مرکزي ادارې له خوا د کونړ له وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره د ۱۵۰۰ ټنه غنمو مرسته شوې چې هر کروندګر سره د سل کیلوګرامه غنمو مرسته کېږي.
نوموړي وويل، کروندګرو سره د غنمو دغه مرسته چې نن د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې پیل شوه ، د ولايت د مرکزپه ګډون به ټولو ولسوالیوکې له وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره وشي.
د کرنې او مالدارۍ ريیس زیاته کړه، سږکال په کونړ کې د وچکالۍ له امله د غنمو په حاصلاتوکې ۱۸۹۶۵ ټنه کموالی راغلی.
د هغه په وينا، له مرکزي ادارې څخه مرسته شوي دغه ۱۵۰۰ ټنه غنم د کونړ له دهقانانو سره چې وچکالۍ ځپلي بسنه نه کوي او د ولايت مقام په دې لټه کې دی چې ۲۶۰۰ ټنه نوروغنمو مرسته چې ژمنه يې شوې ډیر ژر کونړته را انتقال کړي.
د کونړوالي عبدالستارمیرزکوال کروندګروته د غنمو د مرستې د وېش پرمهال وویل، سږکال چې په هېواد کې وچکالي وه او له امله يې ډېر هېوادوال ځپل شوي،نو له همدې امله مرکزي اداره د کروندګو سره د غنمومرسته کړې ده.
د هغه په وينا، په دې لړ کې د کونړ اړوند د ټولو ولسوالیو له ۹۲۰۳ کروندګرو سره د غنمو مرستې کولو لړۍ پېل شوه .
د سلیم خان په نامه یوتن کروندګر پژواک ته وويل چې حکومت دې ورسره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي، ځکه چې وچکالۍ سخت ځپلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن