ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې خنډونه موجود دي”

“په قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې خنډونه موجود دي”

author avatar
1 Aug 2018 - 17:56
“په قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې خنډونه موجود دي”
author avatar
1 Aug 2018 - 17:56

مزار شريف ( پژواک، ۱۰زمری ۹۷): د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه وايي چې لا هم د افغانستان په قضايي او عدلي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې جدي خنډونه موجود دي.

دوی همدا راز د نامسوولو وسله والو پراخ حضور د قانون د حاکميت پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بولي.

د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د درېيمې عمومي مجمع غونډه د زمري په ۱۰مه د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې جوړه شوه.

د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر روح الله قاضي زاده د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته ته وويل چې له دې وړاندې يې دا ډول غونډې په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات او کندوز کې ترسره کړي، چې نن يې بلخ کې جوړه کړې او موخه يې د مدافع وکيلانو د مديره پلاوي ټاکلو لپاره د ټاکنو ترسره کېدل دي.

دی وايي چې د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه توانېدلې څو د افغانستان په نهو ولايتونو کې دايمي دفترونه او ۲۲ ولايتونو کې نمايندګي ولري.

نوموړی زياتوي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا څلور زره مدافع وکيلان شته دي، چې په وينا يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل، چې ډېری وخت عدلي او قضايي ارګانونه هڅه کوي تر څو ځينې پرېکړې د مدافع وکيل له سترګو پټې ترسره کړي.

هغه زياته کړه چې له همدې  امله هڅه کېږي چې په ځينو دوسيو کې د مدافع وکيلانو د ورګډېدو مخه ونيول شي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر همدا راز وايي چې لا هم د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې جدي خنډونه موجود دي.

نوموړی د بېلګې په ډول د خلکو هغو شکايتونو ته اشاره کوي چې دوسيې يې له کلونو  راهيسې پرتې دي؛ خو رسيدنه ورته نه ده شوې.

هغه همدا راز زياتوي، غير مسول وسله وال پر قضايي او عدلي ارګانونو منفي اغېز لري او ورسره د قانوني پرېکړو مخه نيول کېږي.

نوموړی ټينګار کوي  چې عدلي ارګانونو کې د ناقانونه وسله والو مداخله عدالت له منځه وړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.