ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د پاکستان وېزې ترلاسه کولو لپاره خلک پر سړک شپې سبا کوي

جلال اباد کې د پاکستان وېزې ترلاسه کولو لپاره خلک پر سړک شپې سبا کوي

author avatar
1 Aug 2018 - 17:10
جلال اباد کې د پاکستان وېزې ترلاسه کولو لپاره خلک پر سړک شپې سبا کوي
author avatar
1 Aug 2018 - 17:10

جلال اباد(پژواک،۱۰ زمری ۹۷):د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان له قونسلګرۍ څخه د وېزو تر لاسه کوونکي وايي، د قونسلګرۍ مسوولين په اسانۍ وېزه نه ورکوي او په شپو شپو ورته انتظار کوي.

دغې قونسلګرۍ ته د ختيځ له څلورو ولايتونو سربېره د سوېل ختيځو ولايتونو خلک هم د وېزې تر لاسه کولو په موخه راځي؛ خو د ټولو شکايت دا دی چې که کمېشنکار ته پيسې ورکړې، کار خلاصېږي او که يې ورنه کړې؛ نو وېزه نه درکول کېږي.

د زمري په ۹مه د شپې په شاوخوا ۸ بجو او ۳۰ دقيقو د پژواک خبريال د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته لاړ چې هلته د سړک د منځ پر ګلدان، د دوکانونو مخې ته د ناستو او ملاستو مراجعينو ستونزې يې واورېدې.

دوی وايي، له بېلابېلو ولايتونو دلته راځي او د وېزې لپاره اړ دي، له اوونۍ زيات وخت همدلته پاتې شي او بالاخره د پيسو د خلاصېدو په صورت کې مجبورېږي چې ډېرې شپې همدلته د سړک پر سر وکړي.

په دغو کسانو کې يو هم د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سپين ږيری غلام نبي دی، چې وايي له تېرو دوو اوونيو راهيسې وېزې پسې ځي راځي او ډېر کله همدلته د سړک پر سر شپه سبا کوي.

هغه وايي، د هغه چا کار کېږي چې کمېشنکار ته پيسې ورکړي او نور نه د ناروغ لحاظ شته، نه د سپين ږيري او نه هم ښځو ته په اسانۍ وېزه ورکول کېږي.

د کامې ولسوالۍ يو اوسېدونکی سردار حسين چې د مزدورۍ لپاره پاکستان ته ځي وايي، د وېزې لګولو لپاره دلته راغلی دی.

نوموړی زياتوي: ((دا څلورمه شپه ده چې همدلته يم، کله د دې دوکانونو مخکې چې له دې ځايه  مو پاڅوي، جومات ته لاړ شو، هلته مو هم نه پرېږدي بيا لاړ شو عمومي سړک کې د ګلدان پر سر کله ويښ کله ويده، شپه سبا کړو.))

د حبيب الله په نوم يو بل کس چې اته ورځې او اته شپې يې همدغلته د سړک پر سر د وېزې اخيستو په خاطر تېرې کړي، وايي لا هم دا تمه نه لري چې وېزه دې ورکړل شي.

هغه وايي: ((که پيسې ورکوې، ژر وېزه ترلاسه کوې او په پنځو دقيقو کې درله کار خلاصوي او که پيسې نه ورکوې؛ نو همدلته به د سړک پر سر پروت يې څوک دې غم نه کوي.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې ولايتي ادارې په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ څخه د وېزو تر لاسه کولو په برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه په دايمي حل لارو کار پيل کړی دی.

هغه زياته کړه: ((موږ داسې طرز العمل جوړ کړی چې هم به د فساد مخه ونيول شي او هم به په ښه توګه خلکو ته وېزې ورکړل شي؛ نو د دې لپاره يو بل ځای په نښه شوی، هلته به هم نظم رامځته کېږي او هم به د فساد مخه نيول کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.