جلال اباد (پژواک، ۱۰ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې له نن څخه وروسته د جلال اباد ښار د امنيت ساتلومسووليت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو او نور ځواکونه به يې هم ملتيا کوي.
دوی وايي، دا پرېکړه په جلال اباد کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو له رامنځته کېدو وروسته د خلکو د ژوند د خونديتوب په موخه شوې ده.
روان کال په دغه ښار کې نږدې لس لوى ډله ييز بريدونه شوي چې تر ټولو وروستی هغه يې تېره ورځ د دغه ولايت د کډوالو چارو پر رياست ډله ييز بريد و.
په دغه بريد کې چې پرون غرمه شاوخوا دوولس بجې پيل او د مازيګر تر ۵ بجو او ۱۵ دقيقو يې دوام وکړ، د يوې مېرمنې په ګډون په کې ۱۵ کسان ووژل شول او د دوو مېرمنو په ګډون په کې ۱۵ نور ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د ننګرهار والي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له قوماندان سره په ګډه پرېکړه وکړه چې د ښار امنيت به د ملي اردو ځواکونه ساتي.
هغه د ننګرهار د والي له قوله پژواک ته وويل:((د ننګرهار د والي او د دغه ولايت د اوسېدونکي په توګه راته نور د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې روان امنيتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه دی،په همدې موخه مو د قول اردو قوماندانۍ په همکارۍ د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول، امید لرم چې موږ به په وروستیو تدابیرو سره د ښار وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړو.))
په همدې حال کې د نظر خاوندان ملي اردو ته د جلال اباد دامنيت سپارلو ترڅنګ غوښتنه کوي چې دلته دې چاڼيز عمليات هم پيل شي، څو دلته موجود وسله وال هم له منځه يوړل شي.
د چارو کارپوه همايون امان پژواک ته وويل، ملي اردو ته د جلال اباد ښار د امنيت ساتلو مسووليت په سپارلو یواځې کار نه کیږي، وسله وال همدلته خوندي ځایونه لري. بايد چاڼيز عمليات هم پيل شي.
هغه زياته کړه: ((ټول قطعات ورپسې بايد راووېستل شي، کور په کور، سرای په سرای، مارکېټ په مارکېټ او کوڅه په کوڅه تالاشي پيل او هر ځای ورپسې ولټول شي، دوی له ولسواليو د بريد لپاره نه راځي همدلته په ښار کې تيار موجود وي.))
عام خلک هم خوښ دي چې د ښار امنيت د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی، ځکه دوی وايي، ملي اردو په افغانستان کې يواځينی ارګان دی چې له زړه کار کوي.
د ښار يوه اوسېدونکي عابدالله پژواک ته وويل، مخابراتو چوک چې د کابل اډه وه، د ملي اردو سرتېري په کې توظیف شوي، نه په کې د لین موټر شته او نه هم په کې څوک هسې درېدو ته پرېږدي.
ښاريان هم ملي اردو ته د امنيت سپارلو ترڅنګ د پراخو چاڼيزو عملياتو د پيل غوښتنه کوي او وايي، هېڅ ځای بايد له تالاشۍ پاتې نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن