ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځينې استازي: د داعش مرکزونه په جلال اباد ښار کې دي

د ننګرهار ځينې استازي: د داعش مرکزونه په جلال اباد ښار کې دي

author avatar
1 Aug 2018 - 14:44
د ننګرهار ځينې استازي: د داعش مرکزونه په جلال اباد ښار کې دي
author avatar
1 Aug 2018 - 14:44

کابل(پژواک،١٠زمرى٩٧): په ولسي جرګه کې د ننګرهار يوشمېر استازي وايي چې داعش وسله والې ډلې په جلال اباد ښار کې مرکزونه جوړکړي او يو شمېر کسان ورته پيسې ټولوي چې له امله يې دغه ولايت سخت نا امنه شوى دى.

دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي عبدالظاهر قدير د زمري په لسمه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې ددغه ولايت دوه نورو استازو حاجي حضرت علي او پيربخش ګرديوال هم ګډون درلود.

قدير وويل چې په دې وروستيو کې په ټول ختيځ زون او په ځانګړي ډول ننګرهار ولايت کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوى دى.

هغه زياته کړه: (( د ننګرهار د امنيت د ټينګښت په برخه کې د ملي يووالي حکومت خپله يوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.))

قدير وايي چې د داعش وسله والو لپاره په جلال اباد ښار کې تبليغاتي مرکزونه جوړ شوي او يو شمېر کسان ورته پيسې ټولوي.

ده وويل: (( دا غږ مو په اوله کې کړى و، که داعش ونه ځپل شي، په جلال اباد ښار بريدونه کوي، نن يې تاسو شاهدان ياست چې هره ورځ بريدونه کوي او لسګونه ولسي خلک وژني.))

د نوموړي په وينا، ننګرهار کې د نا امنۍ له امله دولتي او خصوصي مامورين خپلو دفترونو ته نه ورځي، څوک پانګونه نه کوي او که دا حالت دوام وکړي نو ښوونځي به هم وتړل شي.

ده ټينګار وکړ چې د ننګرهار وروستي بريدونه دې وڅېړل شي او پايلې دې له خلکو سره شريکې شي.

قدير وايي:((موږ غندنې او د چارواکو تغيير نه غواړو، په حقيقت کې د وضعيت تغيير غواړو، او دا مو پر حکومت حق دى.))

نوموړي زياته کړه چې ملي اردو ته د جلال اباد ښار د امنيت ساتلو مسووليت سپارل د دې ښکارونديي کوي چې د جګړې لومړۍ کرښه جلال اباد ښار کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار نظامي شورا د پرېکړې له مخې، د جلال ښار امنيت ساتلو مسووليت  نن سهار ملي اردو ته وسپارل شو.

عبدالظاهر قدير د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې وويل، که حالات همدغه شان دوام وکړي او حکومت په دې برخه کې بې غوري وکړي، نو په ملي شورا کې د ختيځو ولايتونو استازي، قومي مشران، ديني عالمان او مدني بنسټونه به بيا په دې برخه کې خپله اقدام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.