ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
1 Aug 2018 - 18:51
د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
1 Aug 2018 - 18:51

هرات (پژواک، ١٠ زمری ٩٧): د هرات امنیه قومانداني وايي چې د هاوان مرمۍ د یوې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور کسان ټپیان دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار د پښتون زرغون ولسوالۍ په دښت نیران سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، د هاوان مرمۍسرګلوله وسله والو مخالفینو په یاده سیمه کې ځای پر ځای کړې وه.

نوموړي زیاته کړه: (( دغه کم عمره ماشومان د لوبو پر مهال وژل شوي دي.))

هغه وویل، د چاودېدونکو موادو ځای پر ځای کول د وسله والو مخالفینو تکتیک دی چې ډېری وخت په کې ملکي وګړي وژل کېږي.

داپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ  په مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنې له امله د فراه ـ هرات پر لویه لار ۸ ملکي وګړي  ووژل شول او ۴۰ نور  ټپیان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.