ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې ٤٧ نجونو د قابلګۍ اسناد ترلاسه کړل

په بغلان کې ٤٧ نجونو د قابلګۍ اسناد ترلاسه کړل

author avatar
1 Aug 2018 - 18:39
په بغلان کې ٤٧ نجونو د قابلګۍ اسناد ترلاسه کړل
author avatar
1 Aug 2018 - 18:39

پلخمري(پژواک،١٠زمرى٩٧): د لومړي ځل لپاره په بغلان ولايت کې ٤٧ نجونو د قابلګۍ اسناد ترلاسه کړل چې په لرې پرتو سيمو کې به له ښځو سره روغتيايي همکاري کوي.

د زمري په لسمه د  اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د عامې روغتیا ريیس ډاکټر محب الله  حبیب وويل چې په لرو پرتو سيمو کې به روغتيايي تشې په همدې قابله ګانو ډکې کړي.

حبیب زياته کړه چې دغو ۴۷ تازه فارغه شوو قابلو ته په دوه کلونو کې روغتيايي زده کړې ورکړل شوي او مالي لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه قابلې د کلیو اوسېدونکي دي چې د سیمې دمشرانو له خوا معرفي شوې وې او له فراغت وروسته به په هغو کلیو کې چې خلک یې له روغتیایي مرکزونو لرې دي، مېرمنو ته دولادت په برخه کې لازمې مشورې ورکوي.

د نويو فارغ شوو قابله ګانو له ډلې څخه زیبا عابد پژواک ته وویل: (( زه د خنجان ولسوالۍ له صحي مرکز څخه دغه دوه کلن کورس ته معرفي شوې وم خوشحاله یم چې نن مې د فراغت اسناد تر لاسه کړل او په دې هم ډېره خوښه یم چې زه اوس هغه قابله یم چې د کلیوالو مېرمنو خدمت به کوم.))

دغه راز بلې قابلې نفیسې اشرفي پژواک ته وویل: (( زه د تاله برفک ولسوالۍ د اشرف درې اوسېدونکې یم دغه سیمه له ښاره ډېره لرې ده ، خلک یې روغتیایي  اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري زما د زده کړو هدف هم دهمدې خلکو خدمت دى.))

د يادونې ده چې د بغلان ولایت د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي په غرنیو سیمو کې ژوند کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.