د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې خنډونه موجود دي"

"په قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې خنډونه موجود دي"

Aug 01, 2018 - 17:56

مزار شريف ( پژواک، ۱۰زمری ۹۷): د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه وايي چې لا هم د افغانستان په قضايي او عدلي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې جدي خنډونه موجود دي.

دوی همدا راز د نامسوولو وسله والو پراخ حضور د قانون د حاکميت پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بولي.

د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د درېيمې عمومي مجمع غونډه د زمري په ۱۰مه د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې جوړه شوه.

د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر روح الله قاضي زاده د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته ته وويل چې له دې وړاندې يې دا ډول غونډې په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات او کندوز کې ترسره کړي، چې نن يې بلخ کې جوړه کړې او موخه يې د مدافع وکيلانو د مديره پلاوي ټاکلو لپاره د ټاکنو ترسره کېدل دي.

دی وايي چې د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه توانېدلې څو د افغانستان په نهو ولايتونو کې دايمي دفترونه او ۲۲ ولايتونو کې نمايندګي ولري.

نوموړی زياتوي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا څلور زره مدافع وکيلان شته دي، چې په وينا يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل، چې ډېری وخت عدلي او قضايي ارګانونه هڅه کوي تر څو ځينې پرېکړې د مدافع وکيل له سترګو پټې ترسره کړي.

هغه زياته کړه چې له همدې  امله هڅه کېږي چې په ځينو دوسيو کې د مدافع وکيلانو د ورګډېدو مخه ونيول شي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر همدا راز وايي چې لا هم د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې د عدالت د تامين پر وړاندې جدي خنډونه موجود دي.

نوموړی د بېلګې په ډول د خلکو هغو شکايتونو ته اشاره کوي چې دوسيې يې له کلونو  راهيسې پرتې دي؛ خو رسيدنه ورته نه ده شوې.

هغه همدا راز زياتوي، غير مسول وسله وال پر قضايي او عدلي ارګانونو منفي اغېز لري او ورسره د قانوني پرېکړو مخه نيول کېږي.

نوموړی ټينګار کوي  چې عدلي ارګانونو کې د ناقانونه وسله والو مداخله عدالت له منځه وړي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر وايي چې اداري فساد او د دولتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتون نور هغه خنډونه دي چې د عدالت د تامين مخه نيسي.

په ورته وخت کې د بلخ د مدافع وکيلانو د ټولنې مشر بابر کوهدامني بيا وايي چې د متهمينو او مجرمينو دوسيو ته پر وخت نه رسېدنې په قضايي ارګانونو د خلکو باور زيانمن کړی دی.

نوموړی زياتوي چې د قانون د نه حاکميت پر وړاندې ځيني وخت په قانون باندې خلکو نه پوهېدل هم خنډ واقع کېږي.

هغه له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې مدافع وکيلانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو برخه کې مرسته وکړي.

له دې سره د بلخ د استناف څارنوالۍ رييس نورالهادي هادي بيا وايي چې د تېر په پرتله په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد کچه ډېره راټيټه شوې ده.

نوموړي د مدافع وکيلانو هغه ادعاوې رد کړې، چې ويلې يې يو شمېر دوسيو ته پر وخت رسيدګي نه ده شوې.

هادي زياتوي، چې ځيني وخت د قانوني ستونزو له امله د لنډ مهال لپاره د ځينو مجرمينو دوسيې ځنډول کېږي.

هغه وويل،په بلخ ولايت کې هېڅ ډول داسې دوسيه نه لري چې له قانوني دليل پرته دې ځنډول شوې وي.

د بلخ د استېناف څارنوالۍ رييس مني، چې په ځينو ولسواليو کې د نا امنيو له امله د تحقيق او نيول کېدو پر مهال د مدافع وکيلانو نشتون ستونزې جوړې کړې دي.

خو زياتوي چې د دې مشکل د حل لپاره هم دوی له امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار کوي.

نوموړی د عدالت د تامين برخه کې د مدافع وکيلانو شتون اړين بولي او زياتوي چې د دوی لپاره به د هر ډول اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه هڅې وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement