کابل (پژواک، ۱۰ زمرى ٩۷): د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پايلې اعلان کړې چې له مخې يې له ۱۴۹زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.
د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري نن په کابل کې د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل چې د دغې ازموينې له ټولو څه د پاسه ۱۷۵زره داوطلبانو څخه تر ۱۵۸زرو ډېرو کسانو په ازموينه کې برخه واخيسته.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروسه کې تر ۱۴۹زره ډېر کسان بريالي شوي او د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته يې لار موندلې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، له برياليو کسانو څخه شاوخوا ۶۰زره تنه چې ٣١ سلنه يې نجونې دي د دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو او نږدې ۱۲۵۰۰ نور د دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي.
دى وايي چې په ازموينه کې له برياليو کسانو څخه شاوخوا ۷۶ زره تنه به د لوړو زده کړو نادولتي موسسو د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته وروپېژندل شي، تر څو هلته زده کړې وکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموينه کې تر ټولو ډېرې نومرې (۳۵۳،۴۴۶) د کابل اوسېدونکې تهمينه، دويمه لوړه نومره (۳۴۸.۲۶۹) د هرات اوسېدونکي محمد عمادالدين، درېيمه لوړه نومره (۳۴۸.۲) د باميانو اوسېدونکي مختار تر لاسه کړې دي.
ده زياته کړه چې تېر کال د کانکور ازموينې په پروسه کې ۱۵۰ تخطۍ شوې وې؛ خو سږکال يې کچه ٥٠ ته ټيټه شوې ده.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستيال بري صديقي وويل چې د شپې پوهنځيو، ديني مدرسو او د څوارلسمو ټولګيو فارغانو د کانکور ازموينې پايلې به وروسته اعلان شي.
تېر کال د کانکور ازموينې له ١٦٩زرو ګډونوالو څخه ١٤٧زره کسان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن