ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د ژورناليستانو کمېټې او “نى” له پژواک اژانس سره د ولسي جرګې د وکيل چلند وغانده

د افغانستان د ژورناليستانو کمېټې او “نى” له پژواک اژانس سره د ولسي جرګې د وکيل چلند وغانده

author avatar
2 Aug 2018 - 19:47
د افغانستان د ژورناليستانو کمېټې او “نى” له پژواک اژانس سره د ولسي جرګې د وکيل چلند وغانده
author avatar
2 Aug 2018 - 19:47

کابل (پژواک ١١ زمرى ٩٧): د افغانستان د ژورنالستانو دفاع کمېټه او د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې له خبري اژانس سره په ولسي جرګه کې د لوګر د استازي صاحب خان چلند وغانده او هغه يې د بيان پر ازادۍ ګوزار بللى دى.

پژواک خبري اژانس دوه ورځې مخکې د هغو نوماندانو په اړه راپور خپور کړى چې څارنوالۍ کې دوسيې لري. خو نن سهار په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي انجنير صاحب خان پژواک ته ټېليفون وکړ، کنځلې ېې وکړې او د پژواک پر ادارې يې د بريد ګواښ وکړ.

د افغانستان د ژورناليستانو دفاع کمېټې په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې له پژواک خبري اژانس د صاحب خان کړی چلند او ګواښ د هېواد له نافذه قوانینو سره ښکاره ټکر، د رسنیو په کورنۍ کې وېره اچونه، د بیان پر ازادۍ ګوزار او یو ځل بیا د زورواکۍ د مانور نمایش ښودل ګڼي.

سرچينه کاږي، که نوموړی وکیل پر پژواک مدلل او موجه اسناد ولري، کولای شي د رسنیزو سرغړونو کمیسیون ته رسمي شکایت وکړي، خو د نوموړي له لوري ستغ الفاظ کارول او ګواښ کول به د بیان د ازادۍ په خوله له لاس ایښودو او د حقایقو د کتمان هڅې پرته د افغان دولت هغه شعار او لاسته راوړنه هم کمرنګه کړي چې د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه یې نړیوالې ټولنې ته کوي.

د خبرپاڼې په حواله، د رسنیو ملاتړ بنسټونه او نورې رسنۍ باید د یاد وکیل په اړه غبرګون وښیي څو په راتلونکي کې نورې رسنۍ خوندي پاتې شي.

دې کمېټې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او مشترکې کمېټې هم غږ کړي، نه یواځې دا چې د پژواک ملاتړ وکړي، بلکې د ځینو تلویزونونو په څېر دې د دغه خبري اژانس د مرکزي دفتر امنیت او مصوونیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) اجرايوي مشر مجيب خلوتګر هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ياد شوي وکيل کار وغانده.

ده پژواک ته وويل، چې له صاحب خان سره يې خبرې وکړې او ورته يې ويلي چې د نوموړي دغه ډول اعتراض په ځاى نه دى او دى کولى شي په دې برخه کې د رسنيو د سرغړونې کميسيون ته مراجعه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.