ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتون جوړېږي

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتون جوړېږي

author avatar
2 Aug 2018 - 14:35
د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتون جوړېږي
author avatar
2 Aug 2018 - 14:35

مهترلام (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د څه باندې ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت يو روغتون جوړېږي

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه روغتون ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره پرون دغې ولسوالۍ ته د والي او نورو چارواکو د سفر پر مهال کېښودل شوه.

هغه زياته کړه چې پر دغه شل بستريز روغتون څه باندې ١٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په درېيو مياشتو کې بشپړې شي.

ځواک وايي، د دغه بستر لرونکي بشپړ روغتیايي مرکز ودانۍ چې د ولایت لپاره له منظور شوې نا مشروطې بوديجې جوړېږي، د نورو ملحقاتو تر څنګ به ۲۰ خونې ولري.

د لغمان والي محمد اصف ننګ د يادې ولسوالۍ خلکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د داسې یو روغتیايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړېدل یوه مهمه اړتیا په ګوته کړه.

هغه زیاته یې کړه چې د دغه بستر لرونکي بشپړ روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکو ته د ښو او رغنده روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هم لازمه اسانتیاوې رامنځته شي.

د دولت شاه ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى زين الله وايي چې تر اوسه دوى خپل سخت ناروغان نږدې ولسوالۍ او يا د ولايت مرکز ته وړلو، خو که اوس دغه شل بستريز روغتون جوړ شي، نو ددوى ډېرې روغتيايي ستونزې به هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.