ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې يو طالب قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو

په هرات کې يو طالب قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو

author avatar
2 Aug 2018 - 18:14
په هرات کې يو طالب قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو
author avatar
2 Aug 2018 - 18:14

هرات (پژواک، ١١ زمرى ٩٧):د هرات چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د طالبانو يو مشهور قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو .

 د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د شينډنډ ولسوالۍ  په يوشمېر سيمو کې تصفيوي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې يو طالب قوماندان له پنځو وسله والو سره ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول .

 د هغه په خبره، تر هغه به په يادې ولسوالۍ کې دغه عمليات روان وي چې د شينډنډ ولسوالۍ له وسله والو نه وي پاکه شوې.

 ده وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو يو رېنجر هم ويجاړ شوى دى.

 د نوموړي په وينا چې وسله والو ددغه ولايت په ګلران ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل هم شنډ کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.