ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت خپرېدو لامل دى

څېړنه: له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت خپرېدو لامل دى

author avatar
2 Aug 2018 - 14:53
څېړنه: له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت خپرېدو لامل دى
author avatar
2 Aug 2018 - 14:53

مزارشريف (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷) د "خط نو" څېړنيز بنسټ نوې څېړنه په ډاګه کوي چې په هېواد کې له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت د ترويج عمده لامل دی.

دغه څېړنه په څلورو مياشتو کې په شمال زون کې له ديني عالمانو سره د مخامخ خبرو، پوښتنپاڼو او ديني نصوصو ته د مراجعې له لارې بشپړه شوې ده.

په دې څېړنه کې روښانه شوې چې تندلاري له دين سره تړاو نه لري او ډېری وخت يو شمېر ډلې او افراد خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افراطي چلند ته مخه کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۱۱مه خط نو څېړنيز بنسټ د تروريزم په وده کې د اطرافيت د نقش په تړاو د خپل څلور مياشتني تحقيق پايلې له ديني عالمانو، مدني فعالانو او رسنيو سره شريکې کړې.

د دغه بنسټ مشر عبدالقادر مصباح د ياد پروګرام پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تحقيق يې د څلورو مياشتو په اوږدو کې په شمالي ولايتونو کې ترسره کړی دی.

هغه زياته کړه، په دې څېړنه کې له درېيو لارو کار اخيستل شوی چې موخه يې په سمه توګه د موضوع روښانه کول وو.

نوموړي زياته کړه: ((موږ دغه څېړنه د شمال زون په کچه له مشهورو علماوو سره د مخامخ مرکو، د پوښتنپاڼو د وېشلو او همداراز ديني نصوصو ته په مراجعه کولو سره بشپړه کړې ده.))

هغه وويل چې په ياد تحقيق کې يې موندلې چې له دين څخه د اهدافو ترلاسه کېدو په لاره کې د وسيلې په توګه کار اخيستل د افراطيت په ترويج کې تر ټولو لوی نقش لري.

مصباح زياتوي، تر څنګ يې جګړه، فقر او بې سوادي هغه لاملونه دي چې په ترتيب سره د تندلارۍ په وده کې رول لري.

د خط نو څېړنيز بنسټ مشر همداراز وايي چې يو شمېر ديني عالمانو د ګواښونو له وېرې په دغه تحقيق کې له برخې اخيستو ډډه کړې ده.

له دې سره د اجرائيه رياست يو سلاکار مولوي محسن دانش وايي چې په افغاني ټولنه کې د اسلام په اړه د ناسم پوهاوی له امله، افراطيت د ودې په حال کې دی.

نوموړي له ديني عالمانو، مدني فعالانو او رسنيو وغوښتل چې د افراطيت د ودې مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.