کندهار (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پر یوه موټر سایکل د ماین چاودنه شوې، ۳ ماشومان یې وژلي او ۲ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
پېښه نن غرمه د دغې ولسوالۍ د شګو ګودر په سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی له خپلو څلورو ماشومانو سره یو ځای پر موټرسایکل کور ته روان و چې د لارې په اوږدو کې ورباندې د ماین چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د دغه کس درې ماشومان وژل شوي او دی له خپل یوه ماشوم سره ټپي شوی دی.
دی وايي، پولیس د پېښې ځای ته تللي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
هغه زیاتوي، دغه ماین د وسله والو له خوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.
له تېرې ورځې راهیسې دا پر ملکي وګړو د ماین چاودنې دویمه پېښه ده.
تېره ورځ ماښام مهال هم د دغې ولسوالۍ په بالاژیړه سیمه کې د ملکي خلکو پر فیلډر موټر د ماین چاودنه شوې وه چې د یوې کورنۍ درې تنه په کې وژل شوي وو او درې نور ټپیان شوي وو.
وسله والو طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې پر ډيورنډ فرضي کرښې ١٠٠ کيلومتره لرې پرته ده چې ډېر مهال د وسله والو طالبانو د فعالیتونو له امله د ناامنۍ شاهده وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن