ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: ناپېژاند وسله وال د غورـ کابل پر لویه لار مسافر ځوروي

خلک: ناپېژاند وسله وال د غورـ کابل پر لویه لار مسافر ځوروي

author avatar
2 Aug 2018 - 11:21
خلک: ناپېژاند وسله وال د غورـ کابل پر لویه لار مسافر ځوروي
author avatar
2 Aug 2018 - 11:21

فیروزکوه (پژواک، ١٠ زمری ۹۷): د غور یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې نامسوول وسله وال د غورـ کابل پر لویه لار د مسافرو ځورولو لامل شوي او وهي او ټکوي یې.

دوی وايي، د غورـ کابل پر لویه لار د مسافرو دغه ځورونه وروسته له هغه ډېره شوې چې طالبانو څه موده مخکې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ روغتون امبولانس د هغه د چلوونکي، ډاکتر او درېیو نجونو په ګډون سپرلیو سره بوت چې بیا وروسته د قومي مخورو په مرسته بېرته راخوشي شول.

د هغوی په خبره، وسله وال د طالبانو د کړنو په غبرګون کې او له هغو محصلینو په ملاتړ چې له موټره تښتول شوي او د دوی دوستان وو، د غور ـ کابل په لویه خلک وهي او ټکوي.

د سراج الدین په نوم یو مسافر چې په دې لاره د نامسووله وسله والو له لوري وهل شوی، وویل: ((زه له نورو مسافرو سره یو ځای له کابله غور ته تلم چې په لاره د لعل او سرجنګل ولسوالۍ مرکز ته نږدې وسله والو ټول مسافر له موټر نه ښکته کړل او ویې وهل.))

د هغه په خبره، وسله والو هغه ماشوم او مېرمنې هم ووهلې چې له مسافرو سره یو ځای وې.

نوموړي زیاته کړه: ((دوه ورځې مخکې موږ له کابل نه غور ته حرکت وکړ، لعل او سرجنګل ولسوالۍ ته نږدې د کرمان په سیمه کې ناڅاپه ۲۰ وسله وال کسان زموږ مخې ته را ووتل او موږ یې له موټر نه ښکته کړو.))

هغه وویل، دغو کسانو پر هېچا رحم نه درلود، ټول یې وهل او ټکول.

نوموړي له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د غورـ کابل لويې لارې امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي، څو له دې زیات خلک ونه ځورول شي.

د غورـ کابل لارې د یوه مسافر وړونکي شرکت مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، په دې وروستیو څو ورځو کې ناپېژاندې وسله والې ډلې د دغه شرکت اړوند څو موټر درولي او مسافر یې وهلي ټکولي دي.

نوموړي زیاته کړه، د مسافرو موټر د لعل او جنګل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې وسله وال دروي او مسافر یې وهي، ټکوي.

دی وايي، ټولو مسافر وړونکو شرکتونو یاده ستونزه د غور له امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړې ده، که د دې لويې لارې امنیت ته پاملرنه ونه شي، دوی مجبور دي چې موټر یې ودروي.

د غور امنیتي چارواکي دغه موضوع تاییدوي او وايي، د دغو ناقانونه وسله والو د نیولو لپاره هڅې روانې دي څو د لویې لارې امنیت تامین شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.