کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): ولسمشر غني په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ وايي، د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو ريیسانو ته زیات واکونه ورکول شي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو برابرولو او د پلازمېنې په توګه د کابل لرغوني ښار د هویت د احیا په موخه پرون ماښام د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو له ريیسانو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په پیل کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي او د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس انجنير احمد بهزاد غیاثي، فقیرالله امین، انجنير صفي الله عبدي، غلام نبي رحیمي او محمد صدیق نوري د کابل ښار د ناحیو د ريیسانو په استازیتوب خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، هغوى د خپلو برنامو، اهدافو، ښاري پراختیا، د صنعت د ودې، د شغل ایجاد، د پانګونې د جذب، د اداري فساد پر ضد مبارزې، د زوراکو پر ضد د خلکو د بسیجولو، د دست فروشانو د مدیریت او نظم په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه له هغه سره شریک کړل.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د یادو ویناوالو د معلوماتو، ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وویل، د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار عمومي تصویر وړاندې او دغه راز د ټولو ناحیو د رئیسانو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.
ده زياته کړه، کابل ښاروالي باید د کابل پانګه، تاریخي ځایونه، شنې ساحې او زېربنا سمې تشخیص کړي او د ظرفیتونو او محدودیتونو یو واضح تصویر دې ولري.
نوموړي په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار کولو تر څنګ وویل، کابل ښاروالي باید په خپلو برنامو کې د خلکو ونډې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.
ده څرګنده کړه، د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو رئیسانو ته زیات واکونه ورکول شي.
هغه د ښاروالیو او پولیسو ترمنځ د همکاریو پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ولسمشر د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي او د خپلو اصلاحي برنامو د عملي کولو له لارې د خلکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن