کندهار- لښکرګاه (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): په کندهار او هلمند ولايتونو کې د دوو چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د ملکي وګړو پر فیلډر موټر چاودنه کې د ښځو په ګډون شپږ کسان وژل شوي.
دغه چاودنه پرون ماښام اووه نيمې بجې د دې ولسوالۍ په بالا ژړي سیمه کې شوې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې ياد کسان په يوه موټر کې له ارغستان ولسوالۍ معروف ولسوالۍ ته پر لاره وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور سړي او دوه ښځې وژل شوې چې ټول د معروف ولسوالۍ د ساګزو کلي اوسېدونکي وو.
خو د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
بالاژړه د ارغستان او معروف تر منځ هغه سيمه ده چې ډېرى مهال د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړې ډګر وي.
د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک اژانس ته وويل چې پېښه پرون مازديګر شپږ بجې د ګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د خښ شوي ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په وژل شوو څلورو ماشومانو کې څلور نجونې دي او عمرونه يې د ٧ او ١٠ کلونو تر منځ دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن