د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څېړنه: له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت خپرېدو لامل دى

څېړنه: له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت خپرېدو لامل دى

Aug 02, 2018 - 14:53

مزارشريف (پژواک، ۱۱ زمری ۹۷) د "خط نو" څېړنيز بنسټ نوې څېړنه په ډاګه کوي چې په هېواد کې له ديني متونو ابزاري استفاده د افراطيت د ترويج عمده لامل دی.

دغه څېړنه په څلورو مياشتو کې په شمال زون کې له ديني عالمانو سره د مخامخ خبرو، پوښتنپاڼو او ديني نصوصو ته د مراجعې له لارې بشپړه شوې ده.

په دې څېړنه کې روښانه شوې چې تندلاري له دين سره تړاو نه لري او ډېری وخت يو شمېر ډلې او افراد خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افراطي چلند ته مخه کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۱۱مه خط نو څېړنيز بنسټ د تروريزم په وده کې د اطرافيت د نقش په تړاو د خپل څلور مياشتني تحقيق پايلې له ديني عالمانو، مدني فعالانو او رسنيو سره شريکې کړې.

د دغه بنسټ مشر عبدالقادر مصباح د ياد پروګرام پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تحقيق يې د څلورو مياشتو په اوږدو کې په شمالي ولايتونو کې ترسره کړی دی.

هغه زياته کړه، په دې څېړنه کې له درېيو لارو کار اخيستل شوی چې موخه يې په سمه توګه د موضوع روښانه کول وو.

نوموړي زياته کړه: ((موږ دغه څېړنه د شمال زون په کچه له مشهورو علماوو سره د مخامخ مرکو، د پوښتنپاڼو د وېشلو او همداراز ديني نصوصو ته په مراجعه کولو سره بشپړه کړې ده.))

هغه وويل چې په ياد تحقيق کې يې موندلې چې له دين څخه د اهدافو ترلاسه کېدو په لاره کې د وسيلې په توګه کار اخيستل د افراطيت په ترويج کې تر ټولو لوی نقش لري.

مصباح زياتوي، تر څنګ يې جګړه، فقر او بې سوادي هغه لاملونه دي چې په ترتيب سره د تندلارۍ په وده کې رول لري.

د خط نو څېړنيز بنسټ مشر همداراز وايي چې يو شمېر ديني عالمانو د ګواښونو له وېرې په دغه تحقيق کې له برخې اخيستو ډډه کړې ده.

له دې سره د اجرائيه رياست يو سلاکار مولوي محسن دانش وايي چې په افغاني ټولنه کې د اسلام په اړه د ناسم پوهاوی له امله، افراطيت د ودې په حال کې دی.

نوموړي له ديني عالمانو، مدني فعالانو او رسنيو وغوښتل چې د افراطيت د ودې مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.

دانش ځينو پرمختللو اسلامي هېوادونو ته په اشارې سره وويل چې په دغو هېوادونو کې د دين د واقعي تفسير له امله افراطي فکر د زوال پر لور روان دی.

خو زياتوي چې په افغانستان کې تروريستي ډلې د دين په جامه کې د دين خلاف کړنې ترسره کوي چې دا خپله د افراطيت په ترويج کې رول لري.

په ورته وخت کې د بلخ د حج او اوقافو سرپرست مولوي عبدالحنان په خپلو خبرو کې وويل چې افراطيت له دين سره تړاو نه لري.

نوموړي زياته کړه، د اسلام سپېڅلی دين ټينګار کوي چې افراط او تفريط دواړه منعه دي او بايد خلک ترې ډډه وکړي.

د ده په وينا، هر هغه څه چې له خپلو اصلي حدودو څخه واوړي، د افراط مرحلې ته رسېږي او په  وينا يې چې دغه کار بيا په اسلام کې حرام دی.

نوموړی وايي، ځينې بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې د خلکو له ناپوهۍ څخه په استفادې غواړي، چې افراطيت ته له دين سره تړاو ورکړي.

د بلخ د حج او اوقافو سرپرست همداراز وويل: ((له ديني مسايلو ور اخوا، زمونږ خلک په ټولنيزو مسايلو کې هم له افراط او تفريط څخه کار اخلي، د بېلګې په ډول، يو قوم ته په بل قوم او يا هم يوې ژبې ته په بلې ژبې برتري ورکول، خپله د افراطيت يو ډول دي چې بايد خلک يې ترسره نه کړي)).

مدني فعالان بيا په وايي چې پر تعليمي مراکزو د دولت د نظارت نه شتون له امله د افراطيت د ترويج لپاره کار اخيستل کېږي.

مدني فعال نسيم رحيمي چې د خط نو بنسټ د دې څېړنې يوه برخه کې پر مخ وړې، وايي چې په لرې پرتو سيمو کې ځينې ديني مدرسې فعالې دي چې د دولت، مدني ټولنو او حتی ديني عالمانو له سترګو پناه دي او هېڅ ډول څارنه ورباندې نشته.

د دې تر څنګ نوموړي ځينو پوهنتونونو ته هم اشاره وکړه چې ورځ تر بلې افراطيت په کې وده کوي؛ خو حکومت له دغې پديدې سره د مبارزې کړنلاره نه لري.

د هغه په وينا، که حالت همداسې دوام وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به په افغاني ټولنه کې افراطي فکر دومره عام شي چې بيا به يې مخنيوی ستونزمن وي.

د خط نو څېړنيز بنسټ مسوولين وايي، خپل دغه تحقيق يې د يوه کتاب په ډول چاپ کړی او په کې يې له افراطيت سره د مبارزې لارې هم واضح کړې دي.

دوی زياتوي، د يادې څېړنې پايلې يې له دولتي ارګانونو سره هم شريکې کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement