ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د ننګرهار په نا امنيو کې ټول حکومت مسوول دى

ډاکتر عبدالله: د ننګرهار په نا امنيو کې ټول حکومت مسوول دى

author avatar
2 Aug 2018 - 16:59
ډاکتر عبدالله: د ننګرهار په نا امنيو کې ټول حکومت مسوول دى
author avatar
2 Aug 2018 - 16:59

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله وايي چې د ننګرهار امنيتي وضعيت د زغم وړ نه دى او ټول مسوولیت یې حکومت ته ور ګرځي.

د اجرائيه رياست له خوا د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولايت د امنيت په اړه نن له  اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ځانګړې ناسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، د ننګرهار ولایت د بېلابېلو مدني ټولنو غړو او ځوانانو د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له اجرائيه رييس سره شريکې کړې او ويې ويل، که د جلال اباد ښار د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره جدي عملي اقدامات ونه شي، نو دغه ولایت به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

هغوى د ننګرهار د پولیسو تشکیل زیاتوالی، د ناقانونه وسله والو ختمول او مخنیوی، د اداري فساد له منځه وړل، د وړو کسانو ګومارل او د ننګرهار لپاره د امنیتي جدي عملي پلان پلي کول، څو وضعیت عادي او د ترهګریزو پېښو مخنیوی شي، د هغوی اساسي غوښتنې وې.

يادو ځوانانو له اجرائيه رييس څخه وغوښتل چې ننګرهار ته د امنیتي وضعیت د بهبود او ارزولو په موخه سفر وکړي.

ډاکټر عبدالله وويل چې د ننګرهار امنیتي وضعیت خورا کړکېچن او د منلو وړ نه دى.

هغه د ننګرهار ولایت پر جغرافیوي اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې د ننګرهار د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې ټول حکومت مسوول دی، خو ډاډ يې ورکړ چې په دې اړه بحثونه شوي او د امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې به په دې اړه مفصل بحث وکړي او پرېکړې به ترسره شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په ننګرهار کې غير مسوول وسله وال کسان د تحمل وړ نه دي، هېڅوک د چا له نامه ناوړه ګټه نه شي اخیستلی او څوک د امنیت د اخلال اجازه نه لري.

اجرائيه رييس زیاته کړه چې د هېواد په شمال کې د داعش اصلي مرکز له منځه تللی او ځواکونه یې څه وژل شوي او څه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي، خو له بده مرغه چې په ننګرهار کې داعش لا هم فعال دی او د نوو تدابیرو په عملي کولو سره به تر ډېره دا ستونزه حل او د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت به ښه شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.