کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): د هغو درېیو بهرني وګړو چې نن سهار له کابل ښاره تښتول شوي وو، مړي موندل شوي دي.
د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه درې بهرني وګړي نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند له ديسپيچري سيمې تښتول شوي وو.
هغه زياته کړه چې له تښتول کېدو څو ساعته وروسته د هغوى مړي د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوي دي.
نوموړي د تښتول شوو او وژل شوو بهرنيانو د هويت په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې تر څېړنو وروسته به معلومات شريک کړي.
بلخوا ځينو سرچينو ويلي چې دغه کسان د هندوستان، ماليزيا او مقدونيا هېوادونو اوسېدونکي وو خو تایید شوي نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن