هرات (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): سیمه ییز چارواکي وايي چې په هرات ښار کې د نوي کابلبانک په ودانۍ کې اورلګېدنې ميلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د زمري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د هرات ښار په امریت څلورلاره کې د برېښنا د شارټۍ له امله په یوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړه چې دغه اورلګېدنه د نوي کابلبانک په ساختمان کې رامنځته شوې، ځاني زیان نه لري خو میلیونونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.
هغه وویل چې اطفایه ساحې ته پر وخت رسېدلې او له نور زیان اوښتو یې مخنیوی کړی دی.
فرهاد څرګنده کړه چې د دې پېښې د لامل لا ښه معلومولو په موخه څېړنې پیل شوې دي.
په دغه حال کې د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، د نوي کابلبانک د مهماتو زېرمه چې د دغه بانک د ساتنې لپاره جوړه شوې وه، په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن