ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بګرام کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

بګرام کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې

author avatar
3 Aug 2018 - 16:35
بګرام کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان چاودنه شوې
author avatar
3 Aug 2018 - 16:35

چاريکار (پژوک، ۱۲ زمری ۹۷): د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې په کې یو بهرنی سرتېری ټپي شوی او یو موټر یې ویجاړ شوی دی.

د بګرام ولسوال سیف الله بیدار د زمري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ په نصرو کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې بهرني ځواکونه په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې یو بهرنی سرتېری ټپي شوی او یو ټانک یې هم ویجاړ شوی دی.

د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محفوظ الله ولي زاده د دې پېښې پخلی وکړ خو ویې ویل، د دې چاودنې په اړه جزئیات له دې امله چې ساحه د بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې وه او چا ته یې د دننه کېدو اجازه نه ورکوله، نه لري.

په همدې حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې چاودنه کې پنځه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.