د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګردېز په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۹۴ ډېر ټپیان دي

د ګردېز په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۹۴ ډېر ټپیان دي

Aug 03, 2018 - 14:11

درېیم تعقيب- ګردېز (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د اهل تشيع پر یوه جومات په شوي ځانمرګي بريد کې ۳۴کسان وژل شوي او تر ۹۴ ډېر ټپیان دي.

دغه ځانمرګی برید نن (د زمري ۱۲مه) له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د ګردېز ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د اهل تشيع په یوه جومات کې شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه برید کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې مړي او ټپيان د پکتيا ملکي روغتون، د ښار شخصي او د قول اردو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

خو بلخوا د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي چې په دغه برید کې ۳۴ کسان وژل شوي  او ۹۴ دي.

هغه پژواک ته وویل چې دواړو ځانمرګيو بریدګرو د ښځو په جامو يې اغوستې وې.

دغه راز د حیدر په نوم د پېښې یوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې لومړی د ځانمرګي له خوا چاودنه رامنځته شوه، وروسته ډزې وشوې او ورپسې بله چاودنه هم وشوه.

دی زياتوي، ګڼ شمېر امبولانسونه سيمې ته ورغلي او کېدای شي مرګ ژوبله ډېره وي.

طالبانو د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې په جومات کې شوې چاودنه دوی نه ده کړې، خو له دې مخکې د اهل تشیع پر جوماتونو او نورو ځایونو د ډېری ترسره شوو بریدونو مسوولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement