جلال اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت سرتېرو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د القاعده شبکې څلور غړي نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو پرون د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ملنګ جان واټ په سيمه کې عمليات ترسره کړي او د القاعده شبکې د یوه مهم غړي رحمت الله په ګډون یې د دې ډلې څلور کسان نیولي دي.
دی وايي چې یادو نیول شوو کسانو په جلال اباد ښار او د ننګرهار په ځینو نورو ولسواليو کې د دولت ضد کړنو او پلانونو کې لاس درلود.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې پر مهال يې د طالبانو يو همکار وژلی او یوه اندازه چاودېدونکي توکي او مهمات يې هم له منځه وړي دي.
خوږياڼی په دې اړه وايي چې عمليات د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې اړوند ابدي سيمه کې شوي او يادو وسله والو په جلال اباد ښار کې د بريد پلان درلود او دلته يې د بريد لپاره مواد ځای پر ځای کړي وو.
بلخوا د سيمې يو اوسېدونکی د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې وژل شوي کس له وسله والو سره لاس نه درلود، بلکې زوی يې د وسله والو طالبانو د يوه ډلګي مشر دی.
تر دې دمه وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن