ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې یو نا مسوول وسله وال قوماندان نیول شوی

کندوز کې یو نا مسوول وسله وال قوماندان نیول شوی

author avatar
3 Aug 2018 - 10:24
کندوز کې یو نا مسوول وسله وال قوماندان نیول شوی
author avatar
3 Aug 2018 - 10:24

کندوز (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): د کندوز پولیس وايي، یو نا مسوول وسله وال قوماندان چې په باجګیریو، انسان تښتونو او وژنو کې یې لاس درلود، د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

د کندوز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د زمري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو پرون ماښام شپږ بجې په خان اباد ولسوالۍ کې یو نا مسوول وسله وال قوماندان له یوې لنډې نښتې وروسته د هغه له یوه کس او دوو تومانچو سره نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((دغه قوماندان چې متین نومېږي او پر متینک مشهور دی، له ډېره پخوا په خان اباد ولسوالۍ کې په باج اخیستو، وژنو او انسان تښتونو کې بوخت او د څو بېګناه کسانو پر قتل هم تورن دی.))

د هغه په خبره، نیول شوی قوماندان له لومړنیو پوښتنو وروسته د پولیسو له خوا عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.