ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان  کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي

بغلان کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي

author avatar
4 Aug 2018 - 10:47
بغلان  کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي
author avatar
4 Aug 2018 - 10:47

پلخمري(پژواک،١٣زمرى٩٧): وسله والو طالبانو د بغلان په مرکز کې د ملي اردو درې سرتېري وژلي، يو يې ټپي کړى او يو هاموې ټانګ يې له ځانه سره بيولى دى.

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د زمري په ۱۳مه پژواک  خبري اژانس ته وویل چې تېر مازیګر د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د ډنډ غوري سیمه کې وسله والو د ملي اردو پرګزمې ډله ییز برید کړى چې له امله يې درې سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

رضايي وویل: ((وسله والو طالبانو چې چادرۍ یې اغوستې وې او له زرنج څخه په ګټې اخیستنې یې د ملي اردو ولاړ هاموې ترڅنګ ځان رسولو وروسته دغه برید ترسره کړی د افغان سرتېرو تر وژلو  وروسته یې هاموې ټانګ له ځانه سره وړی دی.))

رضايي  زیاته کړه، په سیمه کې مېشت افغان ځواکونو د هاموې د بېرته ترلاسه کولو په موخه عملیات کړي چې په ترڅ کې يې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نشته .

یو تن عیني شاهد چې غواړي نوم یې خپور نه شي پژواک ته وویل: (( یوې ډلې وسله والو پلخمري – مزار سړک پرسر ولاړ د ملي اردو پرسرتېرو ډزې وکړې هغوی یې ووژل او هاموې یې له ځانه سره يووړه.))

دغه راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د یادې پېښې په تايید سره پژواک ته وویل:  (( افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له خوا د تښتول شوي هاموې د بېرته تر لاسه کولو په موخه عملیات ترسره کړي، هڅې روانې دي خو هاموې لا هم طالبانو سره دى.))

شجاع دملي اردو سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه ، خو زياته يې کړه چې د هاموې د بېرته ترلاسه کولو په عملياتو کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بل لورته ځايي طالبانو دغه پېښه منلې او د څلورافغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.