اسعداباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧): د کونړولايت چارواکي ادعا کوي چې د اسمار ولسوالۍ دلارې د خلاصولو په عملياتو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د اسمار او غازي اباد ولسواليو ترمنځ لويه لار چې د شال په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا بنده شوې وه ، د خلاصون په موخه يې افغان ملي او دفاعي ځواکونو وړمه شپه عمليات پيل کړي دي.
په کونړ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه تر ٤٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، د ګڼ شمېر وژل شويو وسله والو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي، خو افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی وايي، د اسمار او غازي اباد ولسوالیو لویه لار چې د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سربېره ختیځ نورستان له مرکز اسعداباد سره نښلوي د وسله والو طالبانو له خوا له تېروڅو ورځو راهسې بنده وه.
هغه زياته کړه، د افغان ځواکونو له خوا تر عملياتو وروسته ياده لاره بېرته خلاصه شوې او عمليات به تر هغه روان وي چې ياده سيمه له وسله والو پاکه شوې نه وي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسمار ولسوالۍ په شال سيمه کې يې درې پوستې نيولې دي، ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او دهغوى وسلې يې هم وړې دي.
خو نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د یادونې ده چې څو اوونۍ مخکې د کونړپه نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو له خوا د داعش ډلې د ځپلو په موخه عملیات ترسره شوي و او یادې سیمې يې د دوی له شتون څخه پاکې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن