ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اروپايي ټولنه دې د سولې ټينګښت برخه کې هڅې وکړي”

“اروپايي ټولنه دې د سولې ټينګښت برخه کې هڅې وکړي”

author avatar
4 Aug 2018 - 17:17
“اروپايي ټولنه دې د سولې ټينګښت برخه کې هڅې وکړي”
author avatar
4 Aug 2018 - 17:17

کابل(پژواک، ۱۳ زمرى ۹۷): "د سولې ولسي حرکت" له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغانستان جګړې ختمېدو او سولې ټينګښت برخو کې ددغه هېواد له خلکو سره مرسته وکړي. 

ددغه کاروان غړو چې نن په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر مخ ته راټول شوي وو له يادې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د جنګ د ختمېدو او سولې ټينګښت په برخو کې هڅې وکړي او پر هغو هېوادونو چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي مالي او سياسي فشار وارد کړي چې له دغه کاره لاس واخلي .

هغوى د اروپايي ټولنې دفتر مخ ته "ژوند زموږ تنګ دى- جنګ دى، موږ سوله غواړو، جنګ بس دى" او نور شعارونه ورکول.

ددې حرکت مشر اقبال خيبر وويل :(( نن د اروپايي ټولنې دفتر مخې ته راغلي يو، ترڅو اروپايي ټولنه هغه تجربې چې د جنګ ختمېدو او د سولې د ټينګښت په برخو کې يې لري له افغانستان سره په دې هکله مرسته وکړي . ))  

هغه زياته کړه :((غواړو د عکسونو هغه البوم چې په افغانستان کې د وژنو، جنګ، بشرضد کړنو ښکارندويي کوي د اروپايي ټولنې دفتر ته وسپارو .))

دده په خبره چې په دې البوم کې هغو عکسونو ته هم ځاى ورکړل شوى چې د ځينو اروپايي هېوادونو له خوا يې د عاملانو مرسته کېږي . 

ده زياته کړه چې ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه د کابل په غازي لوبغالي کې يوه ستره ولسي غونډه جوړه او يوه ورځ وروسته پلي د شمال پر لور حرکت وکړي .

شاوخوا دوه مياشتې مخکې ددغه حرکت غړو له هلمند ولايت څخه پلى د کابل پر لور حرکت پيل کړ او د ٧٠٠کيلومتره مزل په وهلو سره کابل ته راغلل.

په کابل کې يې د يونامادفتر، امريکا، روسيې، ايران ، پاکستان او انګلستان سفارتونو مخې ته د پرلت خېمه ووهله .

ددغه حرکت يوه غړي محمد نيکزاد وويل، يوناما، د روسيې او امريکا سفارتونو د سولې د ټينګښت په برخه کې د هڅو ژمنې وکړې ، خو د پاکستان او ايران سفارتونو دوى ته هيڅ ځواب ور نه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.