د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست والي : له درې کلونو ډېر پاتې شوي رييسان له دندو لرې کېږي

د خوست والي : له درې کلونو ډېر پاتې شوي رييسان له دندو لرې کېږي

Aug 04, 2018 - 13:30

خوست ښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۳۹۷): په خوست کې د قانون د تطبيق او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په موخه د اداري فساد او د ځمکو د غصب پروړاندې مبارزه تر بل هر وخت چټکه شوې ده.

دا څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه زياته کړه، د اداري فساد د مخنيوي او د ښې حکومتوالۍ لپاره يې د خوست په زياترو دولتي ادارو کې د ادلون بدلون اصل په سم ډول پلی کړی دی.

نوموړي زياته کړه،د رييسانو په ګډون يو شمېر هغه لوړ رتبه مامورين چې د عدلي او قضايي ادارو له خوا د اداري فساد په قضيو کې مجرم پېژندل شوي، دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي.

دى وايي: ((تراوسه موږ په ۲۵ مختلفو ادارو کې تغيير او تبديل راوستلی او حتمي ده چې دغه تغيير او تبديل د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې اساسي رول لوبولی. ددې ترڅنګ يو شمېر رييسان او دولتي مامورين همدا اوس په محبس کې دي او مجازات شوي دي.))

والي حکم خان حبيبي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له خلکو هم غواړي چې له ولايتي ادارې په ځانګړي ډول عدلي او قضايي ادارو سره دې همکاري وکړي او هغوی ته دې اسناد په لاس ورکړي.

نوموړي دغه راز وويل ، هغه برحاله رييسان چې د ماموريت دوره يې له درې کلونو ډېره ترسره کړې ده او کارونه يې خلکو ته د قناعت وړ نه دي، د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم به له دندې ګوښه او پر ځای به يې وړ کسان وګومارل شي.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر رييسان شته چې له کلونو کلونو ماموريت سره بيا هم په خپل ځای پاتې دي، ولې موږ په دې اړه مرکزي ادارې ته راپور ورکړی او خپل مسووليت مو رفع کړی دی. ددې ترڅنګ هغه څوک چې ارزيابي شوي او پايله يې ښه نه ده، زموږ مسووليت دا دی چې د قانون په رڼا کې هغوی ته نور رخصت ورکړو.))

حبيبي د ځمکو د غصب په اړه وويل، که څه هم دا هېواد شموله مسئله ده، خو دوی په دې برخه کې خپله مبارزه د معلمينو له ښارګوټو پيل کړه او تردې دمه يې درې ښارګوټي له غصب خلاص او د ښوونکو په اختيار کې يې ورکړي دي.

هغه زياته کړه:((د سيګۍ،سمبوات باغ او د ورغه کلي د معلمينو هغه پروژې وې چې له ۱۳۸۵ لمريز کال نه تردې دمه پورې تر غصب لاندې وې. ددې ترڅنګ مو د صنعتي پارک، قلم وال مېنې او نورو مختلفو سيمو کې د غصب لپاره مبارزه کړې او اوس هم روانه ده.))

والي د امنيت په اړه وويل، سره له دې چې خوست د شمالي وزيرستان او کورمې اېجنسۍ سره ګډه پوله لري، بيا هم دا ولايت له نسبي امنيت څخه برخمن دی.

نوموړی يې لامل د امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او له حکومت سره د ولس همکاري بولي.

دی وايي: ((موږ په دې وروستيو کې يو څه د ناامنۍ پېښې او هدفي وژنې درلودې، د هغو لامل دا دی چې مخالفينو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په دې ډول غواړي چې په خلکو کې وېره خپره کړي، خو په ټوله کې د خوست امنيت د ډاډ وړ دی.))

د خوست والي پژواک اژانس ته همداراز زياته کړه چې دا مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې لسګونه لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي او هيڅ يوه داسې پروژه نشته چې د ناامنی له امله دې يې چارې په ټپه درېدلې وي.

نوموړى خوست ته د وارداتي برېښنا د راتلو چارې، د برېښنا د شبکې وېش او په دغه ولايت کې د ملکي نړيوال هوايي ډګر لپاره د تاسيساتو جوړېدل هغه لويې پروژې يادوي، چې چارې يې بې له کومې ستونزې عملاً روانې دي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement