ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو ځینې نوماندان  د خپلو نومونو حذف سلیقه يي او سیاسي اقدام بولي

د ټاکنو ځینې نوماندان د خپلو نومونو حذف سلیقه يي او سیاسي اقدام بولي

author avatar
4 Aug 2018 - 20:28
د ټاکنو ځینې نوماندان  د خپلو نومونو حذف سلیقه يي او سیاسي اقدام بولي
author avatar
4 Aug 2018 - 20:28

کابل (پژواک، ۱۳زمری ۹۷): د ولسي جرګې ټاکنو ته کاندید ځینې نوماندان د ولسي جرګې ټاکنو له نوملړ څخه د خپلو نومونو حذف د حکومت له لوري سلیقه یي او سیاسي اقدام بولي او یو شمېر نورو بیا د نوماندانو له نوملړ څخه د ولسي جرګې د لومړي نایب د نوم د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د نوماند په توګه په ناقانونه وسله والو ډلو کې د غړیتوب او یا د دې ډلو د مشر په توګه د افرادو د څېړنې ځانګړي کمېسیون له جزئیاتو پرته ویلي چې د روان کال د تلې ۲۸ مې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ۲۵ نوماندانو نومونه له نوملړ څخه لرې شوي دي.

د حذف شوو کسانو په ډله کې د ولسي جرګې غړي نوراحمد سکندري، فوزیه کوفي، الله ګل مجاهد، شېرعلي احمدزی او یوسف امین ځاځی چې دې جرګې ته احتمالي نوماندان دي، وايي چې له نوملړ څخه یې نومونه حذف شوي دي.

نن د الله ګل مجاهد او شېرعلي احمدزي شاوخوا سلګونه پلویان د ملي شورا په الحاقیه ودانې کې راغونډ شوي وو، ویل یې چې حکومت او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نامسووله وسله والو کسانو درلودو له امله د مجاهد او احمدزي نومونه د ولسي جرګې نوماندانو له نوملړ څخه لرې کړي دي.

هغوی حکومت او یاد کمېسیون د ټاکنو له نوماندانو سره په توپيریز چلند تورن کړل او ګواښ یې وکړ، که یاد دو تنه په نوملړ کې شامل نه شي، د کابل ښار څلور دروازې به وتړي.

الله ګل مجاهد چې د خپلو پلویانو ټولي ته یې خبرې کولې، وویل چې هغه نامسوول وسله وال کسان نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((کمېسیون غیرعادلانه قضاوت کړی او د حکومت په لارښوونه یې زموږ نومونه له نوملړ څخه حذف کړی دي، موږ د استیناف غوښتنه وکړه او دوه ورځې يې موږ ته وخت راکړ، که زموږ قضیه تر دوو ورځو هواره نه شي، خلک به پرېکړه وکړي.))

هغه وویل: ((نه غواړو افغانستان په کړکیچ کې ښکېل شي، که زه د کابل په ختیځ کې و نه اوسم، حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راځي او طالبان به مکروریانو ته را ورسېږي.))

همداراز په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي حاجي شېرعلي هم وویل چې نوموړی د حکومت له لارښوونې سره سم، د وسله والو کسانو د لرو په تور د اسنادو او شواهدو له شتون پرته له نوملړ څخه حذف شوی دی.

هغه ګواښ وکړ، که دی او الله ګل مجاهد په نوملړ کې ځای پرځای نه شي، مدني حرکتونه به ترسره کړي.

همداراز په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیې کوفي څه باندې سل پلویان په یاد ځای کې راغونډ شوي وو، ویې ویل چې له نوملړ څخه د کوفې نوم لرې کول دسیسه ده.

نوموړې دا اقدام د ځان پر وړاندې دسیسه وبلله او ویې ویل چې په دې اړه هېڅ مدرک نه دی وړاندې شوی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.