د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: طالبان له امريکا سره تر خبرو مخکې قطر دفتر ته نوى مشرتابه ټاکي

سرچينه: طالبان له امريکا سره تر خبرو مخکې قطر دفتر ته نوى مشرتابه ټاکي

Aug 04, 2018 - 15:17

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧) : طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې له امريکا سره تر خبرو مخکې دوى غواړي چې د قطر دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.

طالبانوته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له يوشمېر شکايتونو وروسته د مولوي شيخ خالد په مشرۍ درې کسيزه پلاوى دوحې ته استولى و.

سرچينې زياته کړه چې ملا امير خان متقي، ملا رحمت الله کاکازاده، ملا حمد الله نعماني، ملا قدرت الله جمال، ملا سلام ضعيف او يو شمېر نور د قطر دفتر نوې مشرۍ ته په پام کې نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد پلاوي ته دوحې ته د سفر پر مهال معلومه شوې چې د قطر دفتر غړي عباس ستانکزی او جان اغا زاهد د مشر تابه له مشورو پرته  په اماراتو اوسعودي کې د افغان حکومت له استازو سره ليدلي دي.

طالبانو ته نږدې ياده سرچينه وايي، په دې ليدنو کې د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزى او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم شامل وو .

سرچينه وايي، ملا عباس پر يو شمېر نورو سرغړونو او نا فرمانيو هم تورن شوى دى.

همدارنګه د قطر دفتر مشر عباس ستاکزى د قطر دولت او طالب مشرانو د مکررو غوښتنو سره سره له اماراتو څخه خپله کورنۍ دوحې ته نه لېږدوي، چې له امله يې د کوربه هېواد او د طالبانو ددفتر ترمنځ واټن پيدا کړى دى.

د يادونې ده چې له قطر سره د اماراتو او سعودي په ګډون د يو شمېر هېوادونو اړيکې خرابې شوې دي.

په کويټه کې د طالبانو يوه سرچينه وايي، عباس ستانکزي دا هڅه هم کړې وه چې د سعودي په غوښتنه د طالبانو يو شمېر قطر مېشته مشران سعودي عرب ته ولېږدوي او د قطر د مهم دفتر د فلج کېدو لامل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر عباس ستانکزي يو شمېر نور تورونه او نيوکې هم شته چې له امله يې له مشرتابه سره واټن زيات شوى دى.

سرچينه وايي، د همدې کړکېچونو له امله سعودي او امارات غواړي چې د طالبانو سياسي دفتر دوبۍ او يا هم جدې ته ولېږدول شي.

دغه سرچينه زياتوي،د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي پلاوي د طالبانو له مشره غوښتي چې د ياد دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.

سرچينې وايي، طالبان پلان لري چې له امريکا سره تر رسمي خبرو اترو مخکې دغه ددفتر لپاره يو قوي مشر وټاکي.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې نړيوالو رسنيو په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لومړنيو خبرو اترو راپور ورکړى و.

پژواک په دې اړه د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد څخه نظر غوښتى، خو ددې راپور تر خپرېدو پورې هغه ځواب نه دى ورکړى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement