د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د اروزګان پر چنارتو ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي

طالبانو د اروزګان پر چنارتو ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي

Aug 04, 2018 - 12:22

ترینکوټ( پژواک،١٣ زمری ۹۷): وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د اروزګان ولایت پر چنارتو ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي او دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل شوی دى.

ددغه ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانوتېره شپه ۱۱ بجې د چنارتو ولسوالۍ پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي دي.

امنیه قوماندان وایي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو د مېشت ټولي کمپ نیولی، درې د ملي اردو سرتېري یې وژلي او درې نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په نښته کې ۱۱ طالبان وژل شوي چې د درېیو جسدونه یې اوس هم د جګړې په سیمه کې له څلور میله وسلو سره پاتې دي.

د اروزګان امنیه قوماندان وایي، نښته اوس درېدلې او طالبان له سیمې په شا شوي دي.

د چنارتو ولسوالۍ یوې باوري سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، طالبانو تېره شپه دیادې ولسوالۍ نوې ودانۍ په ماينونو الوځلې، د ملي اردو کمپ یې نیولی، د ملي اردو څلور سرتېري یې وژلي، څلور یې ټپیان کړي او ګڼ شمېر نور یې له ځان سره بيولي دي .

سرچینه وایي، ولسوالۍ ته مرستندویه سرتېري نه دي رارسېدلي او طالبان اوس هم د جګړې په سیمه کې دي.

طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement