ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر خلک د مزار حوزوي روغتون د ډاکټرانو له ناسم چلنده شکايت کوي

يو شمېر خلک د مزار حوزوي روغتون د ډاکټرانو له ناسم چلنده شکايت کوي

author avatar
4 Aug 2018 - 14:54
يو شمېر خلک د مزار حوزوي روغتون د ډاکټرانو له ناسم چلنده شکايت کوي
author avatar
4 Aug 2018 - 14:54

مزار شريف ( پژواک، ۹زمری،۹۷): د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار کې ناروغان او د ناروغانو پايوازان د ابو علي سينا حوزوي روغتون د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکايت کوي.

دوی وايي چې ياد روغتون کې تجهيزات شته؛ خو بيا هم ناروغان د عادي معايناتو لپاره له ياد روغتون څخه بهر د ډاکټرانو شخصي کتنځايونو ته لېږل کېږي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس هم مني چې د مزار شريف له حوزوي روغتون څخه ورته شکايتونه رسېدلي؛ خو زياتوي چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې هڅې پيل کړې دي.

خو د ابو علي سينا حوزوي روغتون مسوولين د خلکو ادعاوې ردوي؛ خو دا مني چې د روغتون د کاري پرسونل کمښت يې لويه ستونزه ده.

ابو علي سينا حوزوي روغتون د شمال زون په کچه تر ټولو لوى دولتي روغتون دى چې پر بلخ سربېره د بغلان، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د ناروغانو درملنه هم په کې کېږي.

اوس په دغه روغتون کې ناروغان او د ناروغانو پايوازان د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکايت کوي او وايي چې د هغو خلکو درملنه پر وخت په کې کېږي چې واسطه ولري.

د مزار شريف اوسېدونکی جمعه خان چې دوه ورځې کېږي ابو علي سينا حوزوي روغتون ته يې ناروغ راوستلی وايي چې ډاکټران هېڅ پاملرنه نه ورته کوي.

هغه زياتوي،ابو علي سينا د تجهيزاتو له اړخه يو پر مختللی روغتون دی او هر ډول وسايل په کې شته، خو بيا هم ډاکټران د عادي معايناتو لپاره ناروغ له روغتونه بېرون لېږي.

نوموړی چې د روغتون د دروازې مخکې ولاړ و او يوه سپينه پارچه يې هم لاس کې وه، پژواک ته   وويل: (( دا پارچه يې راکړه او راته يې وويل، چې بهر لابراتوار ته لاړ شئ او د وينې معاينه مو وکړئ، په داسې حال کې چې دننه روغتون کې د هر ډول معايناتو امکانات هم شته دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.