مزار شريف ( پژواک، ۹زمری،۹۷): د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار کې ناروغان او د ناروغانو پايوازان د ابو علي سينا حوزوي روغتون د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکايت کوي.
دوی وايي چې ياد روغتون کې تجهيزات شته؛ خو بيا هم ناروغان د عادي معايناتو لپاره له ياد روغتون څخه بهر د ډاکټرانو شخصي کتنځايونو ته لېږل کېږي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس هم مني چې د مزار شريف له حوزوي روغتون څخه ورته شکايتونه رسېدلي؛ خو زياتوي چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې هڅې پيل کړې دي.
خو د ابو علي سينا حوزوي روغتون مسوولين د خلکو ادعاوې ردوي؛ خو دا مني چې د روغتون د کاري پرسونل کمښت يې لويه ستونزه ده.
ابو علي سينا حوزوي روغتون د شمال زون په کچه تر ټولو لوى دولتي روغتون دى چې پر بلخ سربېره د بغلان، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د ناروغانو درملنه هم په کې کېږي.
اوس په دغه روغتون کې ناروغان او د ناروغانو پايوازان د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکايت کوي او وايي چې د هغو خلکو درملنه پر وخت په کې کېږي چې واسطه ولري.
د مزار شريف اوسېدونکی جمعه خان چې دوه ورځې کېږي ابو علي سينا حوزوي روغتون ته يې ناروغ راوستلی وايي چې ډاکټران هېڅ پاملرنه نه ورته کوي.
هغه زياتوي،ابو علي سينا د تجهيزاتو له اړخه يو پر مختللی روغتون دی او هر ډول وسايل په کې شته، خو بيا هم ډاکټران د عادي معايناتو لپاره ناروغ له روغتونه بېرون لېږي.
نوموړی چې د روغتون د دروازې مخکې ولاړ و او يوه سپينه پارچه يې هم لاس کې وه، پژواک ته وويل: (( دا پارچه يې راکړه او راته يې وويل، چې بهر لابراتوار ته لاړ شئ او د وينې معاينه مو وکړئ، په داسې حال کې چې دننه روغتون کې د هر ډول معايناتو امکانات هم شته دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن