ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر رېکشاوو د بنديز له امله جلال اباد ښار ته د تلوونکو کسانو کرايه دوه برابره زياته شوې

پر رېکشاوو د بنديز له امله جلال اباد ښار ته د تلوونکو کسانو کرايه دوه برابره زياته شوې

author avatar
4 Aug 2018 - 12:06
پر رېکشاوو د بنديز له امله جلال اباد ښار ته د تلوونکو کسانو کرايه دوه برابره زياته شوې
author avatar
4 Aug 2018 - 12:06

جلال اباد (پژواک، ١٣ زمری ۹۷): وروسته له هغه چې د ننګرهار ولايت مقام له لوري په جلال اباد ښار کې پر اشترينګ لرونکو رېکشاوو بنديز ولګېد، ښار ته د خلکودتګ راتګ کرايه دوه برابره زياتې شوې ده.

خلک وايي چې پر رېکشاوو  بنديز ټول زيان عامو او بې وزله خلکو ته رسولی، ځکه پخوا يې له خپلو سيمو ښار ته د راتګ پرمهال يوځای کرايه ورکوله؛ خو اوس اړ دي چې دوه ځايه کرايه ورکړي.

د ننګرهار ولايت د مقام د پرېکړې له مخې، اشترينګ لرونکې رېکشاوې د بې نظمۍ د کنټرول په خاطر له تېرو څو ورځو راهيسې بندې دي او يواځې د ښار تر څلورو دروازو پورې راتللی شي.

تر دې وړاندې جلال اباد ښار ته هره ورځ د سرخرود، بهسودو، روداتو، چپرهار او پچيراګام ولسواليو له بېلابېلو سيمو او دغه راز د جلال اباد ښار د لرې پرتو ناحيو خلکو ښار ته تګ راتګ په اشترينګ لرونکو رېکشاوو کې کاوه.

خو اوس يو ځل په اشترينګ لرونکو رېکشاوو کې تر دخولي دروازو راځي او بيا له هغه ځايه نورو رېکشاوو کې ښار ته ځانونه رسوي.

پخوابه خلک له يادو سيمو څخه ښار ته په ٢٠ کلدارو تلل، خو اوس د ښار تر څنډې پورې شل روپۍ ورکوي او شل کلدارې بيا تر ښاره پورې وي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي محصل زاهد الله پژواک ته وويل: (( پخوا په شل کلدارو ښار ته تللم، اوس شل تر بهسودو پله راڅخه اخلي او شل نورې بيا له پله څخه تر ښاره پورې بله رېکشاه اخلي.))

هغه وايي، محصل دى، عايد نه لري او هره ورځ ٨٠ کلدارې چې د مياشتې تردوه زرو ډېرې کېږي، ښار ته يواځې په تګ راتګ ورکوي.

هغه غوښتنه وکړه چې که رېکشا نه پرېښودل کېږي؛ نو بايد د رېکشا په بدل کې ښاري ملي بسونه فعال شي.

دغه راز د جلال اباد ښار د سوېلي لوري فارم هډې د سيمې اوسېدونکی بلال وايي، هره ورځ ښار ته د مزدورۍ لپاره راځي او په پنځه سوه کلدارې کار کوي؛ خو وايي اوس به يا پلی تګ کوي او يا به هم هره ورځ سل کلدارې له دواړو خواوو په کرايه مصرفوي، چې پاتې پيسې يې د کور خرڅ نه پوره کوي.

دی هم غوښتنه کوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره بايد ولايتي اداره د ښاري ملي بسونو سيستم فعال کړي.

ستونزه يواځې خلکو ته نه ده جوړه شوې، بلکې ددغې چارې له امله ښايي سلګونه کسان بې روزګاره شي؛ ځکه خلک به په اشترينګ لرونکو رېکشاوو کې کم ځي او دوی اړ دي چې رېکشا کور کې ودروي.

د سرخرود ولسوالۍ يو اوسېدونکی سيد خسرو وایي، د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ دی؛ خو د دندې نه پيدا کېدو له امله رېکشا چلوي.

دی زياتوي، که ولايتي اداره خپله دغه پرېکړه وانخلي؛ نو يا به بې روزګاره ګرځي او يا به مجبور شي چې د وسله والو ليکو ته لاړ شي.

په رېکشا چلوونکو کې له ځوانانو، ليسانس درجه تعليم لرونکو سربېره ډېرو سپين ږيرو ته هم د کار زمينه برابره وه.

پنځه پنځوس کلن عبدالباقي چې د فارم هډې په کمپ کې اوسېږي وايي، د رېکشا چلول هم اسان و او هم يې پرې د کور چاره روانه وه؛ خو د ولايت مقام دغې پرېکړې يې کورنۍ چې ۱۲ غړي لري اندېښمن کړي دي .

د رېکشا چلوونکو يوه بله اندېښنه او نيوکه دا ده چې لا هم په ښار کې هغه اشترينګ لرونکې رېکشاوې، چلېږي چې يا خو له ترافيکو سره لار لري او يا هم په کې پېژندګلوي لري.

د دوی له ډلې ابرار پژواک ته وويل: ((پرېکړه يې کړې اول خو موږ د ټولې پرېکړې خلاف يو او که بيا هم دوی کړې وي؛ نو بايد په ټولو يو شان تطبيق شي، وګوره اوس هم ښار کې ځينې رېکشاوې چلېږي چې يا د ترافيکو خپلوان دي او يا هم هلته په دروازو کې څوک بلدي لري.))

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ولايت مقام دغه پرېکړه د عامو خلکو، جلال اباد ښاریانو او مدني فعالانو د پرله پسې غوښتنو پر اساس په جلا ل اباد ښار کې د ښاري نظم او ترافيکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ښاريانو د دغې تازه غوښتنې په تړاو به هم پرېکړه له اړوندو ادارو سره تر سلا مشورو او امکاناتو ته تر کتو وروسته وشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.